د سپتمبر يوولسمې بريدونو ۱۶ کاله او پاکستان

نيويارک کې پر نړيوال تجارتي مرکز بريد

شپاړس کاله مخکې د امريکې په نيويارک او واشنګټن کې د الوتکو په مرسته حملې وشوې او خوا او شا درې زره کسان يې ووژل. د دې بريدونو زمه واري القاعدې ترهګرې ډلې واخيسته چې په افغانستان کې مېشته وه.

کله چې طالبانو واشنګټن ته د القاعده مشر، اسامه بن لادن له سپارلو انکار وکړ نو امريکې د ناټو ځواکونو په مشرۍ پر دوی بريدونه وکړل او په لږ وخت کې يې افغانستان کې د طالبانو پنځه کلن حکومت چپه کړ. که څه هم دې جنګ کې اسلام اباد د واشنګټن ملاتړ وکړ خو د څيړونکو په وينا ډير طالبان او بهرني جنګيالي له افغانستان څخه پاکستان ته کډه شول.

د سپتمبر يوولسمې پېښو دا ګټه وکړه چې پاکستان يې خپلو هغو جهادي پاليسوو ته متوجه کړ چې زموږ ټولنه يې سخت دريځه کړې ده. دې پاليسيوو نه کشمير ازاد کړ او نه يې څه نوره فايده وکړه
اسد منير

​افغانستان ته د امريکا په مشرۍ د بهرنيوو ځواکونو ورتګ هلته سرمايه کارۍ او بهرنيو مرسته ته لار هواره کړه. اوس په ميليونونو ماشومان ښوونځيوو ته ځي، بيا رغونه شوې، تجارت زيات شوی او د خلکو اقتصاد بهتره شوی دی. د پاکستاني پوځ پخوانی بريګيډير سعد محمد خان وايي دې پرمختګ د پاکستان پښتنو ته ګټه کړې ده. سعد زياتوي: ((ډېر کډوال افغانستان ته ستانه شول چې پر پاکستان بوج کم شو. افغانستان کې د خلکو اقتصاد ښه شوی دی. دې کار د پيښور او خوا او شا سيمو خلکو ته چد سوداګرۍ زياتولو لپاره] فايده رسولې ده. خو اوس بايد پاکستان لا نور کوشش وکړي چې د دې پرمختګونو ساتلو لپاره افغانستان کې د مثبت اغېز لپاره کار وکړي.))​

د بېلابېلو مطبوعاتي رپورټونو ترمخه واشنګټن اسلام اباد ته د دې جګړې لپاره له ۲۰۰۱ کال راهيسې له ديرشو بيليونو ډالرو څخه ډېر ورکړي دي. د قبايلي سيمو د سياسي اتحاد يو غړی، نثار مومند وايي بايد د دې پېسو ډېره برخه په جنګ ځپلو قبايلي سيمو لګيدلی وای خو داسې نه دي شوي نو ځکه د سپتمبر يوولسمې پېښو وروسته د دوی په سيمو کې مثبت بدلون نه دی راغلی. ((وسله والې ډلې په قبايلي سيمو کې وي. موږ تر هرچا ډېر ځپل شوي يو. تر اوسه دا جنګ دلته روان دی.))

د پاکستاني پوځ مشر اسلام اباد کې د امريکايي سفیر سره ګوري. په تېرو ۱۶ کلونو کې د دواړو هېوادونو اړيکې تر ټولو خراب حالت ته رسيدلي دي

په تېرو شپاړسو کلونو کې پاکستاني ځواکونو په قبايلي سيمو کې د وسله والو ډلو خلاف څو ځل عمليات وکړل. د ترهګرۍ پر ضد جګړې کولو او سخت دريځۍ ختمولو لپاره يې په ۲۰۱۵ کال کې قامي ايکشن پلان هم جوړ کړ چې د څيړونکو په وينا ګټه يې دا شوه چې د ترهګرو فعاليت تر ډېره ختم کړي.

د پاکستاني پوځ پخوانی بريګيډير، اسد منير په دې اړه وايي چې د سپتمبر يوولسمې پېښو له وجې اسلام اباد خپلو کميوو ته پام وکړ. ((له دې وروسته دا وشول چې پاکستان خپله هغه جهادي پاليسي چې زموږ ټولنه يې سخت دريځه کړې وه، تر يو څه حده پرېښوده. دې پاليسۍ موږ ته ډير زيان رسولی دی.))

پاکستان په ۲۰۰۱ کال کې د ترهګرۍ پر ضد جګړه کې د امريکې اتحادي شو خو دا کال په ۲۰۱۷ کال کې د امريکې ولسمشر ډونلډ ټرمپ د افغانستان لپاره د خپلې ستراتيژۍ د اعلان پر مهال پرې نيوکې وکړي چې اسلام اباد طالبانو او نورو وسله والو ته په خپله خاوره ځای ورکړی دی. افغان چارواکي هم ورته نظر لري او دې لپاره په ۲۰۱۱ کال کې د امريکايي ځواکونو په لاس په ايبټ اباد کې د اسامه بن لادن او په ۲۰۱۶ کال کې په بلوچستان کې ډرون بريد کې د طالبانو مشر ملا اختر محمد منصور وژنه د دليل په توګه راوړي. اسلام اباد د وسله والو سره د ملاتړ تورونه تل رد کړې دي.

ایبټ اباد: هغه کور چې اسامه بن لادن پکې اوسيد

څيړونکی او سياستوال افراسياب خټک وايي پاکستان بايد د ترديد له پاليسۍ راووځي او د نړيوالو سره په سيمه کې د اقتصادي پرمختګ لپاره د امن په کوښښونو کې په اخلاص کار وکړي. ((دلته دوی ويل چې اسامه بن لادن نشته دی. هغه دلته راووت کنه؟ اصلي خبره دا ده چې پاليسي بايد بدله شي.))

خو پاکستان دريځ لري چې په امريکې کې د ۲۰۰۱ کال د سپتمبر د يوولسمې تر بريدونو وروسته، د ترهګرۍ پر ضد نړيوالې جګړه کې دوی له ګټې نقصان ډير کړی دی. دوی وايي په زرګونو پوځيان او عام وګړي يې وژل شوي او اقتصاد يې په بيليونونو ډالر زيان لیدلی دی.