یوازې پښتونخوا ۲۵ زره مېګا واټه بجلي پیداکولای شي. عادل خټک

ستاسې سېسټم د HTML5 په چلولو کې ستونزه لري.

د بجلۍ پیدا کولو تر ټولو اسانه لار دا ده چې له اوبو پیدا شي او موږ ډېر خوش-بخته یو چې په پښتونخوا کې له موږ سره ډیرې اوبه دي. که چېرې ډېمونه جوړ شي نو ۲۵ زره مېګا واټه بجلۍ یوازې په پښتونخوا کې پیدا کېدلی شي. په پاکستان کې د تېلو پنځوس فیصده او د قدرتي ګېس پنځلس فیصده په پښتونخوا کې پیدا کېږي خو په سیمه کې د اوږدې بیقرارۍ له کبله دلته له بهره پانګه اچونه (سرمایه کاري) نه کېږي او هم دغه وجه ده چې له دې قیمتي وسیلو پوره ګټه نه پورته کېږي. دا خبره د اټک ریفاینري چیف ایګزیکیټیو افیسر محمد عادل خټک د مشال ریډیو له همکار شاهین بونېري سره د "د مشال مرکه" کې وکړه.