ترکيه له روسیې "اېس ۴۰۰" توغندي اخلي

ترکیې له روسیې سره د سوداګرۍ یوه معامله لاسلیک کړې چې له مخې یې دا هېواد د الوتکې ضد «اېس ۴۰۰» توغندیو سېسټمونه له روسیې پېري.

دا به د انقرې او مسکو ترمنځ د وسلو لومړنۍ ستره معامله وي.

د ترکيې ورځپاڼو نن سې شنبه د ترکیې د ولسمشر رجب طیب اردوغان له قوله خبر ورکړی چې ویلي یې دي، دغه معامله یې لاسلیک کړې او پیسې هم ورته د امانت په توګه اېښې دي.

د روسیې د ولسمشر یوه همکار ولادمیر کوژین دغه معامله تایید کړې او ویلي یې دي، په دې معامله کې ټولې پرېکړې د روسیې د ستراتیژیکو ګټو پر اساس شوي دي.

دغه معامله چې له مخې یې انقره د پام وړ وسلې له یوه هېواده چې د ناتوغړی نه دی، اخلي، په لوېدیځ کې داسې اندېښنې راپورته کړي چې هغه ښایي د ناټو د وسلو او تجهیزاتو له تخنیک سره سر ونه خوري.

پنتاګون ویلي، ښه خبره دا ده چې د ناټوغړي هېوادونه چې ترکیه یې هم یوه مهمه غړې ده، د خپلو هېوادونو داخلي تولیدات واخلي.

خو اردوغان له دې کار سره مخالفت کړی او ویلي یې دي چې ترکیه د خپلو دفاعي اړتیاو پر اساس، د پوځي وسایلو او تجهیزاتو په برخه کې خپلې پرېکړې په خپله کوي.