'د ثبات لپاره د پاکستان او افغانستان ښه تعلقات پکار دي'

د پاکستان او افغانستان سياسي، سفارتي او د بیوروکراسۍ غړیو او د دواړو ملکونو ترمينځ د امن پرځایکولو ادارو ټينګار کړی چې د دواړو هېوادونو ترمینځ د اوسني کړکېچ هوارولو او په دواړو هېوادونو او سيمه کې د امن راوستو لپاره ضروري ده چې په خپلو کې کېني او د مسلو حل راوباسي.

دا څرګندونې دوی د اسلام اباد په یوه هوټل کې یوې دوې ورځنۍ غونډې ته کولې چې د پاکستان ریجنل پيس انسټيټيوټ او د ډنمارک رايل ډېنش ډيفنس کالج په مرسته وشوه.

په دې غونډه کې د پاکستان او افغانستان پلاویو په غیر رسمي بحث کې وويل، دواړه ملکونه باید خپلمينځۍ ناندرۍ لیرې کړي او په خپله خپله خاوره د امن راوستو لپاره له يو بل سره خبرو ته کېني.

د ډينش ډيفنس کالج يو استازي ډېویډ ويسټينسکو پر دې مهال خبرې غونډي ته وویل چې د دې غونډې مقصدپه سيمه او دواړو هېوادونو کې ثبات راوستل دي چېپه ولسي کچه رایې را مخې ته شي او پر خپلو خپلو حکومتونو د امن او مذاکراتو لارې ته د راوستو لپاره فشار واچول شي.

"موږ ته د سېمې امن لپارهدتلپاتې ثبات ضرورت دی او د دې لپاره د پاکستان او افغانستان ترمينځ اړيکې ښه کولو ډېر ضروري دي او په افغانستان کې ثبات راوستو لپاره د افغانستان پاکستان سره ښه اړيکې ډېرې ضروري دي. په سيمه کې استحکام لپاره نړيواله ټولنه له تېرو پنځلس کالو راهیسې کوششونه وکړل خو حالات اوس هم سم نه دي موږ له به خپلمينځۍ اعتبار پیدا کول وي."

د پاکستان ريجنل پيس ادارې مشر روف حسن وینا وه چې په دوه ورځنۍ غونډه کې له دواړو خوا نه په ښه ډول رايې او تجویزونه رامخې ته شوي او د دواړو خوا ولس امن او سوله غواړي چې د دا وخت تقاضا هم ده. ځکه چې که په پاکستان کې امن وي نو افغانستان به پر امنه وي او که په افغانستان کې امن وي نو پاکستان به پرامنه وي.

له دې نه وړاندې د پاکستان او افغانستان د ولسونو، ژورنالستانو، مدني فعالانو او سياسي غړیو ترمینځه یوشمېر غونډې شوې دي او څو وارې پکې دا هیله ښودل شوې چې د دواړو هېوادونو ترمینځه ښه اړيکي پکار دي.

د يادونې ده چې راتلونکې اوونۍ به د افغانستان یو پارلېماني پلاوی اسلام اباد ته سفر کوي او د دواړو هېوادونو ترمنځ د بې باورۍ لیرېکولو لپاره به خبرې کوي.