د افغانستان ولسمشر په نیویارک کې د ملګرو ملتو د عمومي غونډې ترڅنګ د هند له بهرنیو چارو وزیرې سوشما سواراج سره لیده کاته کړي دي.
د چارشنبې په ورځ تر سره شوې دې لیدنه کې دواړو لوریو د افغانستان او جنوبي اسیا لپاره د امریکا نوې ستراتیژي په سیمه کې د امن لپاره ګټوره وبلله.
ولسمشر اشرف غني او د هند د بهرنیو چارو وزیرې همدا راز د افغانستان او هند ترمنځ د سوداګرۍ پر پراختیا هم خبرې وکړې.
ولسمشر غني وویل چې اجراییه رییس عبدالله عبدالله به هند ته د خپل راتلونکي سفر پر مهال له هندي سوداګرو او پانګوالو سره د سوداګرۍ د زمینو برابرولو او د کرنې د ودې تر څنګ پر یو شمېر نورو موضوعاتو خبرې اترې وکړي.