د هند او پاکستان ولسونه د خپلو حکومتونو پالېسيو ځپلي: ډاکټر سرفراز

ستاسې سېسټم د HTML5 په چلولو کې ستونزه لري.

پاکستانيو او هندي مشرانو د ملګرو ملتونو عمومي غونډې ته په خپلو ويناو کې پر يوه بل د ترهګرۍ خپرولو تورونه پورې کړي دي. د پېښور پوهنتون يو استاد او د نړيوالو اړيکو شنونکی ډاکټر سرفراز خان وايي، پاکستان او هند، پر ځای د دې چې د خپلمنځي تاوتريخوالي ليرې کولو لپاره معاهدې وکړي، د يوه بل پر ضد له کرکې ډکې پالېسۍ مخ ته وړي. نوموړی زياتوي، د افغانستان د روغې جوړې لپاره هم لازمه ده چې پاکستاني، هندي او افغان چارواکي غير مشروط خبرو ته سره کيني. له ډاکټر سرفراز خان سره د مشال راډيو مرکه د غږ په ځای کې اورېدای شئ.