رفيق کاکړ وايي له انسانيت سره د ښېګړې جزبه لرم نو ځکه کامياب يم

ستاسې سېسټم د HTML5 په چلولو کې ستونزه لري.

رفيق کاکړ وايي له انسانيت سره د ښېګړې جزبه لرم نو ځکه کامياب يم د دې اونۍ په ځوانانو غږ خپرونه کې مو له ځوان ساينس پوهه او انجينير ډاکټر رفيق کاکړ سره د هغه په کار ،لاسته راوړنو او راتلونکو پلانونو خبرې کړي. رفيق کاکړ چې د بلوچستان د مسلم باغ سيمې اوسيدونکی دی او دامهال په سويټزر لېنډ کې زده کړې کوي ،نوموړي په ۲۰۰۷ م کال د ټېکسلا انجينيرنګ يونيورسټۍ څخه سول انجينيرنګ وکړ او بيا يې هم په دې څانګه کې د کراچۍ نېډ يوڼيورسټۍ څخه ماسټر وکړ. نوموړی بيا د اعلا زده کړو لپاره ملايشيا ته لاړ او هلته يې د دغه هيواد په خرچه پي ايچ ډي وکړه او اوس دامهال په سويټزر لېنډ کې د پوسټ ډاکټريټ يا له پي ايچ ډۍ وروسته زده کړې کوي.رفيق کاکړ پر دې سربيره هم يوشمير لاسته راوړنې لري. نوموړی وايي تجسس،له نورو جلا سوچ او د مخکې تلو جزبه يې د کاميابۍ راز دی. د ځوانانو غږ خپرونې کوربه اسرار عالم مومند دی.