د (هارون باچا هنري ګړۍ) د دې اوونۍ خپرونې مېلمه مو پېښور مېشتی ځوان هنرمند، زياد خان وو.
دی وايلن غږوي او هم په پېښور کې د سندرو د ثبت يوه سټوډيو هم لري.
زياد خان جوړې کړې يو شمېر سندرې د پښتو موسيقۍ مينه والو خوښې کړې دي.
د زياد دغه سندرې او د سندرو د ثبت د نويو تخنيکونو په اړه هم د ده خبرې د غږ په ځای کې اورېدای شئ.
ستاسې سېسټم د HTML5 په چلولو کې ستونزه لري.