غالب وزیر: د فاټا اصلاحاتو لپاره احتجاج کوونکي بدګمانۍ پیدا کوي

د سرحدي او قبایلي چارو وزیر مملکت غالب خان وزیر وايي ، د قبایلي سیمو په خیبر پښتونخوا د ګډولو لپاره احتجاج کوونکي قبایلي مشران په ولس کې بدګمانۍ پیدا کوي.

غالب خان وزیر وايي ، قبایلي سیمې په خیبر پښتونخوا ګډول داسې کار ندی چې په یوه ورځ دې وشي.

ده وویل ، حکومت بکل حتمي پرېکړه کړې ده چې قبایلي سیمې به په خیبر پښتونخوا ګډوي خو دا به پنځه کاله وخت اخلي.

غالب خان وزیر دا خبرې په اسلام اباد کې د مشال راډیو له خبریال احمدالله سره په ځانګړې مرکه کې کړې دي.

ستاسې سېسټم د HTML5 په چلولو کې ستونزه لري.

د غالب خان وزیر مرکه دلته واورئ