عبدالوحید پویان وايي پېښور کې یې دنده ډېره یادګاري وه

عبدالوحید پویان، په پېښور کې د افغانستان پخوانی کونسل جنرل چې اوس د کراچۍ قونصلګرۍ ته بدل شوی دی. له ده سره ځلاند یوسفزي د افغانستان او پاکستان اړیکو او د ده د کار په اړه خبرې کړې دي.

نوموړی په دې مرکه کې وايي چې د افغانستان او پاکستان د اړیکو د رغولو او د دواړو هیوادونو د ولسونو ترمنځ د اړیکو د ښه والي لپاره یې وخت په وخت ګامونه اخیستي دي. دی وايي پېښور کې یې د کار موده په دې یادګاري وه چې د دې سیمې ولسونه د افغانستان د خلکو سره په کلتوري، لساني او مذهبي لحاظ ورته والی لري. د نوموړي په وینا د افغان کډوالو د ستونزو په هوارۍ کې یې هم زیاته ونډه اخېستې ده. نورې خبرې یې په دې مرکه کې واورئ:

ستاسې سېسټم د HTML5 په چلولو کې ستونزه لري.

عبدالوحید پویان سره د مشال مرکه دلته واورئ