له ډاکټر محمد تقي سره د احمد شاه اعظمي مرکه

ستاسې سېسټم د HTML5 په چلولو کې ستونزه لري.

ډاکټر تقي: پاکستان کې دننه سپينه خبره کول ګران شوي دي د بريتانيې په سرښار لندن کې په لسګونه روڼ انده پاکستانيان راغونډ شوي چې د پاکستان پر داخلي او خارجي چارو بحث وکړي. د ((سات)) په نامه دغه دوه ورځنی کنفرانس د جمعې په ورځ د پاکستان د پخواني سفير حسېن حقاني او ليکوال ډاکټر محمد تقي په شريک کوربه توب پېل شو. په کنفرانس کې شاوخوا سل پاکستاني سياستوال، ليکوال، خبريالان او د بشري حقونو مبارزه کوونکي برخه اخلي. د مشال راډيو خبريال احمد شاه اعظمي د ترهګرۍ ضد او بشري حقونو مدافع سوهېلي اسيايانو ((SAATH)) په نوم د دې کنفرانس له شريک کوربه ډاکټر محمد تقي سره مرکه کړې او په پېل کې يې د کنفرانس د مقصد په اړه ورنه پوښتنه کړې.