کوټه - په بلوچستان کې د خبریالانو د ټولنې مشرانو ویلي، په هېواد کې وسله والو پر خبریالانو بریدونه زیات کړي دي چې له کبله یې پر خبریالۍ فشار زیات شوی دی.
د یکشنبې یا اتوار پر ورځ، د بلوچستان د خبریالانو ټولنې په صوابۍ کې د خبریال هارون خان د وژنې او د وسله والو ډلو له لوري خبریالانو ته د ګواښونو پر ضد احتجاجي مظاهره وکړه.
د ټولنې مشر خلیل احمد مظاهرې ته په وینا کې وویل، د وسله والو ګواښونو د دوی کار اغېزمن کړی او مشکلات یې ورپېښ کړي دي.
یوه بل خبریال شهزاده ذوالفقار وویل، په پاکستان کې لا هم د خبریالانو لپاره ډېر مشکلات دي.
په پاکستان کې د خبریالانو د ساتنې لپاره کارکوونکی اقبال خټک وايي، د هارون خان په وژنه کې د ککړو کسانو نیولو ذمه واري د حکومت ده.
هارون خان د پنجشنبې یا زیارت پر ماخستن په صوابۍ کې د وسله والو په حمله کې ووژل شو.
د پولیسو دوو چارواکو د جمعې پر سهار مشال راډیو ته وویل، داسې ښکاري چې نوموړی د ځمکې لانجې له کبله وژل شوی وي خو دوی پلټنې کوي چې د هغه د مرګ نور اسباب معلوم کړي.
د بلوچستان خبریالانو د پاکستان پر وفاقي او صوبايي حکومتونو غږ وکړ چې د خبریالانو او د رسنیو د تحفظ لپاره دې ځانګړي اقدامات وکړي.