اسفندیار ولي خان: د فاټا او خیبر پښتونخوا یو ځای کېدل اړین دي
ستاسې سېسټم د HTML5 په چلولو کې ستونزه لري.
د عوامي نېشنل ګوند مشر اسفندیار ولي خان د یکشنبې په ورځ په متنو کي د خپل ګوند د کارکنانو یوې جلسې ته په وينا کې د قبایلي سیمو په خېبر پښتونخوا کي د ضم کولو دفاع وکړه.
نوموړي د مولانا فضل الرحمان په وروستیو څرګندونو سختي نیوکې وکړې . مولانا فضل رحمان د خالي په ورځ په پېښور کې یوې غونډې ته د وینا پر مهال ویلی وو چې د قبایلو د ضم کولو ایجنډا ده او په دې کې د هغوی نقصان دی خو اسفندیار ولي خان بیا وايي، ددې ګام سره به د قبایلي سیمو او د خېبر پښتونخوا پښتانه رایو ځای شي او د خپلو حقونو لپاره به یو موټې شي- نور تفصیل له پېښوره د غلام غوث په راپور کي