" د ترهګرۍ پېښې کمې شوې خو د فاټا او پښتونخوا خبريالان لاهم ځورېږي"

ستاسې سېسټم د HTML5 په چلولو کې ستونزه لري.

د خېبر پښتونخوا د خبريالانو سازمان خېبر يونين اف جرنلټس مشر سيف الرحمن سيفي وايي چې د حکومتي ادعاوو سره سم د ترهګرۍ په پېښو کې کمی راغلی خو د خبريالانو ژوند او کار ته لا هم د پخوا په شان خطر دی. نوموړي دا خبره د جمعې په ورځ له مشال راډیو سره د مرکې پر مهال وکړه. دا په داسې حال کې ده چې د تېرې يوې مياشتې په موده کې په خېبر پښتونخوا او قبايلي سيمو دوه خبريالان وژل شوي او څو نور تښتول شوي دي. عبدالحي کاکړ د مرکې پر مهال له سيف الاسلام سيفي پوښتلي چې په خېبر پښتونخوا او فاټا کې د خبريالانو د ځورونو وضعيت څنګه دی؟