"پښتانه ځوانان باید د سوشل میډیا مثبت استعمال وکړي"

ضیاء خان او د کوټه انلاین نور همکاران

پوهان وايي انټرنیټ د نړۍ د پرمختګ رفتار څو چنده سېوا کړی دی چې په نتیجه کې یې د دغو خلکو د ژوند معیار لا نور ښه شوی دی. د پرمخ تلليو هېوادونو خلک او په خاصه توګه ځوانان د ټولنیزو رسنیو یا سوشل میډیا د استعمال نه ډیرې ګټې پورته کوي خو پوښتنه دا ده چې ایا پښتانه ځوانان هم له سوشل میډیا په مثبت استعمال ګټې پورته کوي او که څنګه؟

د دې اونۍ په روښانه مستقبل خپرونه کې اورئ چې پښتانه ځوانان د ټولنیزو رسنیو د مثبت استعمال او د خلکو د خیر ښیګړې لپاره څه هلې ځلې کوي؟

دا خپرونه په ریډیويي بڼه په لاندیني لینک اوریدلی شئ:

ستاسې سېسټم د HTML5 په چلولو کې ستونزه لري.

ځوانان د سوشل میډیا مثبت استعمال څنګه کوي؟