په باجوړ کې د کورونو چتونه پرېوتي، اووه وژل شوي

په باجوړ کې د دوو کورونو چتونه او د یوه دېوال پرېوتی دی.

د پاکستان دولتي راډیو وايي، د دوشنبې یا ګل پر ورځ په دې پېښه کې د دوو ماشومانو او څلورو ښځو په ګډون اووه کسان وژل شوي او شپږ ژوبل دي.