امریکا د ایران او ځینو نورو هېوادونو پر کډوالو نوی بندیز ولګاوه

د امریکا حکومت د سېشنبې په ورځ اعلان وکړ چې له ۱۲۰ ورځو بندیز وروسته بیا د نړی له ګڼو هیوادونو څخه کډوال مني خو په ورته وخت کې يې پر ایراني کډوالو او د هغو هیوادونو پر وګړو نوي محدودیتونه لګولي دي چیرته چې خطر ویني.

د امریکا د تابعیت او کډوالی د ادارې مشرې جینفر هایګنز وویل د امریکا د خلکو امنیت ورته لومړیتوب لري.

د امریکا د حکومت د نویو محدودیتونو له مخې د ایران په ګډون د عراق، مصر، لیبیا، مالي، شمالي کوریا، سومالیا، جنوبي سوډان، شام او یمن د وګړیو د کډوالۍ اسناد به د استخباراتي او امنیتي ادارو لخوا د نوي ورځو په ترڅ کې څېړل کېږي.

د سږني کال د سپتمبر میاشتې تر دېرشمې په امریکا کې ټول ۵۳ زره، ۷ سوه او ۱۶ کډوال منل شوی دي چې ۲۲ زره او ۱۵۰ يې د عراق، ایران، سومالیا، او شام وګړي دي.