د بلوچستان په هرنايي ولسوالۍ کې په یوه بمي چاودنه کې د عوامي نېشنل ګوند یو علاقايي مشر او د هغه ورور وژل شوي دي.پېښه د جمعې ورځې ګهیځمهال هله رامنځ ته شوه کله چې د یاد ګوند شاهرګې د مشر حاجي عبدالرزاق پر موټر یوه بمي چاودنه وشوه.
دغه دواړه وروڼه د عوامي نېشنل ګوند په جلسه کي د ګډون لپاره په یوه کاروان کې له شاهرګې و پښین ته پر لار ول. دغې ولسي غونډې ته د اې اېن پي مشر اسفندبار ولي هم ورغلی دی.
ځايي چارواکي او لېویز په سیمه کې د پېښې ځای ته رسېدلي دي او پلټنې یې پیل کړي دي.
د هرنایي ولسوالۍ مرستیال کمېشنر وویل چې په پېښه کې موټرپه بشپړه توګه تباه شوی دی.
بل خوا ځايي لېویزو د حاجي عبدالرزاق او د هغه د وررو مړي روغتون ته رسولي دي، چې تر عدلي پلټنو وروسته ډاکټرانو و خپلو خپلوانو ته سپارلي دي.
په پښین کې له جلسې څخه په خپله وینا کي د عوامي نېشنل ګوند صوبایي صدر اصغرخان اڅکزي د پېښې په کلکه غندنه وکړه او ویلي یې دي د ګوند غړي یې تل سرښندنو ته تیار دي.