"وسله والو ۵۰ ورځې په غرونو کې ساتلی وم "

د خبر په جوړولو ښايي د ریاض مېنګل يو ساعت تېر شوی وي خو د دې خبر ناوړې نتيجې یې تر ۵۵ ورځو وګاللې.

۴۸ کلن خبريال په ۲۰۰۷ مېلادي کال کې د پوليسو له خوا د غلا او ناقانونه ګاډيو د نيولو خبر له کوټې چاپېدونکي خپل اخبار (( انتخاب )) ته ولېږی.

خبر چاپ شو او دې خبر د غلاګانو تر شا ښکېله شوکماره ډله خپه کړه.

هغوی رياض مېنګل ته ټېليفون وکړ او و يې غوښتل چې د خپل خبر ترديد وکړي خو ده انکار وکړ.

او له انکار سره سم د رياض مېنګل غميزه پیلېږي.

خواړه خاص نه وو، اوبه به يې د ډيزلو يا پټرولو په ډبه کې راکولې، تنهايي وه، ويره وه او ژوند مې د وسله والو کسانو په محاصره کې وو. رياض مېنګل


د ۲۰۰۷ م مېلادي کال د اکتوبر څلورمه نېټه وه چې دغه بلوڅ خبريال د خپل پلرني ټاټوبي خضدار ښار پرېس کلب ته په لار وو چې څلور وسله وال په ګاډو کې راغلل او هغه يې وتښتولی.

د ده په وينا، يو څو ورځې يې له خضدار سره نږدې په يوه کوټه کې بند کړ او بيا يې تر اوږده سفر وروسته د غره سر ته يو وړ چې هلته يې ۵۰ ورځې تېرې کړې.

"خواړه خاص نه وو، سوکړک يې راکول، اوبه يې د ډيزلو يا پټرولو په دولي کې راکولې، هرې خواته چپتيا وه، تنهايي وه، ويره وه او ژوند مې د وسله والو کسانو په محاصره کې وو."

تښتونکيو به وهلی ټکلولی او ورته به يې د خبر چاپولو يادونه کوله.

خو ده به په ځواب کې ويل،

''زه ساده باده سړی يم، د قلم خاوند يم، له هېچا سره شخصي کینه او دښمني نه لرم."

رياض مېنګل ډېر تنګ شو نو يوه ورځ يې د راډيور اورېدو خواست وکړ خو هغوی رد کړ، خو یوڅو ورځې وروسته یې راډیو ورته ورکړه.

له ۲۰۰۶م مېلادي کال راهيسې په بلوچستان کې ۴۰ خبريالان وژل شوي دي. د بې پولې خبريالانو سازمان

رياض مېنګل ته هغه ورځ مالومه شوه چې کله یې په راډیو واورېدل، په کوټه، خضدار، د پاکستان او ان د نړۍ په مختلیفو ښارونو کې د ده د خلاصون لپاره جلسې، خبري غونډې او مظاهرې روانې دي.

دی وايي،

"زما شاوخوا ولاړ وسله وال يوازې خپله مورنۍ ژبه براهوي ويلای شوه او په بله ژبه نه پوهېدل. کله چې به په راډيو کې زما په اړه رپورټ خپرېدو او زما نوم به یې واخېستلو نو دوی به راته ويل دا خو يې ستا نوم واخېست.''

رپورټ چې به ختم شو نو رياض به هغوی ته وويل چې دا رپورټونه زما د خلاصون په اړه دي او هغوی به ويل، تاسو خو به ويل چې زه ساده باده سړی یم؟

هم دغو احتجاجونو او مظاهرو د غره په څوکو کې د بنديوان رياض لپاره د اميد څرک راوړ.

خو دی وايي،"کله چې زه په دې نتيجه ورسېدم چې تښتونکي مې نور نه پرېږدي نو د تښتېدو پلان مې جوړول پیل کړی، د نه ګرځېدو له کبله مې پښې پړسېدلې وې، له هغو مې اجازه واخېستله او څو ورځې مې په پښو تګ راتګ وکړ او چې پوه شوم چې اوس د تلو جوګه يم نو يوه شپه چې د وسله والو په منځ کې ويده وم، ورو ورو مې تر هغو پښه راواړوله او په ارامو قدمونو تر لرې ولاړم او بيا مې منډه کړله."

د رياض مېنګل ورور اعجاز مېنګل په خضدار کې وسله والو وژلی وو.

رياض مېنګل ​تر ډېرو منډو، کړواوونو او ويري وروسته کوټې ښار ته ورسېد، هلته يې خبري غونډه وکړه او خپل ټول داستان يې له مطبوعاتو سره شريک کړ.

هم هلته ورته مالومه شوه چې د ده کورنۍ وار له مخه د جنرال مشرف په کابينه کې شامل د يوه وزير چې تړاو يې له خضدار سره دی د کورنۍ پرضد د هغه د تښتولو مقدمه درج کړې ده.

اوس نو رياض مېنګل به زياتره وخت يا له پوليسو سره وو يا په عدالت کې. خو نتيجه دا شوه چې تښتونکيو ته سزا ور نه کړل شوه.

نوموړی بېرته خضدار ته ولاړ او هلته يې بيرته خبريالي پيل کړه.

د بلوڅانو په خضدار ښار کې په تېرو څو کلونو کې شپږ خبريالان او د هغو دوه خپلوان نامالومه وسله والو په نښه کړي دي.

څه موده وروسته په ۲۰۱۰ م مېلادي کال د دسمبر په څوارلسمه د خضدار پرېس کلب مشر محمد خان ساسولي نامالومه وسله والو وواژه او رياض مېنګل چې د خضدار پرېس کلب مرستيال مشر وو اوس يې د ملګري تر مرګ وروسته د خبريالانو مشري په غاړه شوه.

د ده په مشري کې خبريالانو د وژل شوي خبريال محمد خان ساسولي د قاتلانو پرضد مظاهرې پیل کړي.

احتجاج لا هم روان وو چې د رياض مېنګل په وينا،

''يوې وسله والې ډلې چې ځان ته يې بلوچ مسلح دفاع ويل پرېس کلب ته ټيلي فونونه کول او دا پیغام يې پرېښود چې رياض مېنګل ته ووايست چې هلې ځلې دې پرېږدي."

بلوچ مسلح دفاع د شفيق مېنګل په مشرۍ په خضدار او شاوخوا سيمو کې د بلوڅ بېلتونپالو ډلو پرضد وسله وال فعاليتونه کول.

شفيق مېنګل د جنرال مشرف په کابينه کې شامل د وفاقي وزير نصير مېنګل زوی دی.

خو البته د دې تصديق و نه شو چې ايا په رښتيا هم دغې ډلې رياض مېنګل ته دړکې ورکولې او که نه؟

په بلوچستان کې د خبريالانو په وژنه احتجاجونه شوي او نړيوال سازمانونو اندېښنې ښودلې دي.

خو رياض مېنګل وايي، دړکې هغه وخت نورې هم زياتې شوې چې دوی د خضدار يو بل خبريال منير شاکر چې په ۲۰۱۱ مېلادي کال د اګست په څوارلسمه و وژل شو د نامالومو قاتلانو پرضد مظاهرې پیل کړې.

خو خپلوانو او دوستانو رياض مېنګل مجبوره کړ چې خپل فعاليتونه بس کړي او له خضداره کډه وکړي.

رياض د خپلو خواخوږو خبره ومنله او خپل پلرني ټاټوبي ته يې خدای په اماني وويله.

د خپل کلي او وطن تر پرېښېدو وروسته رياض خپله خبريالي او مخالفو وسله والو بيا دده ځورولو ته دوام ورکړ.

رياض مېنګل ادعا کوي چې د وسله والې ډلې په وينا د ده د خضدار پرېس کلب غړيتوب ختم کړل شو.

د اکتوبر په ۲۵ مه د بلوڅ بېلتون پالو د دړکو له کبله په بلوچستان کې ورځپاڼې و نه وېشل شوې او په غبرګون کې يې خبريالانو مظاهره وکړه.

دا رنګه د ده په خبره،

"زه په اسلام اباد کې وم چې د ماما زوی مې ټيلي فون راته وکړ چې دلته نقاب پوش کسان زما د اخبارونو خرڅولو دکان ته راغلل او ويل يې چې له سبا څخه (( انتخاب)) ورځپاڼه دلته خرڅه نه کړې."

رياض مېنګل وايي، په دې اړه يې د اخبار له مشر سره خبره وکړه خو هغه برعکس دی له نوکرۍ ګوښه کړ.

رياض مېنګل د پريس کلب غړيتوب او نوکري له لاسه ورکړه او چې ګوري څو ورځې وروسته نامالومو وسله والو د ده ماما حاجي علي اکبر په ۲۰۱۳ مېلادي کال د جون په يوولسمه ووژلی.

رياض مېنګل دا وخت د پاکستان له نورو ورځپاڼو او يو ټېليويژن چېنل سره کار پیل کړی وو.

يو کال وروسته يې خبر ترلاسه کړ چې نامالومو وسله والو يې ورور وواژه.

دی وايي، "زما ورور اعجاز مېنګل چې خبريال وو، هغه ته هم زما له وجې دړکې ورکول کېدلې او بلاخره يې و وژلی."

د کلي او وطن تر پرېښېدو وروسته رياض مېنګل خپله خبريالي او مخالفو وسله والو بيا دده ځورولو ته دوام ورکړ.

له دې وروسته وسله والو د ده وراره چې زدکوونکی وو و تښتولی او د رياض مېنګل په اړه يې د پوښتنو ګروېژنو وروسته پرېښود.

د رياض مېنګل پلار او خورزه هم په يوه ټرافيکي پېښه کې ووژل شول او د ده په ګمان دا حادثه نه وه بلکې ارادتا چا داسې حالت جوړ کړ چې په نتيجه کې يې ګاډی ټکر وکړ.

خو نن هم د دې ټولو حادثو او غميزو وروسته رياض مېنګل خبريالي نه ده پرې اېښې البته د هرخبريال له خبر سره د هغه د خبر ورکولو ځای مالوم وي خو رياض مېنګل خبر ورکوي خو خپله يې ځای ځايګی نه دی دا ځکه چې دی اوس پټ ژوند تېروي.