د فېسبوک له خوا په یوه نوي خپاره شوي راپور کې چې د امریکا کانګرس ته وړاندې شوی راغلي چې د امریکا د خلکو د سیاسي نظریاتو بدلولو په هدف د روسيو سیاستوالو له خوا لسګونه زره مطالب خپاره شوي دي.
د فېسبوک دا پلټنې چې جزئیات یې رسنیو خپاره کړي ښيي چې په روسيه کې د دېره ایجنټانو لخوا اتیا زره پوسټونه د امریکا د ولسمشرۍ په انتخاباتو کې د رای ورکوونکو د نظر اړولو په مقصد شوي دي او ښايي ۱۲۶ میلیونه امریکایانو د دوو کلونو په اوږدو کې دا پوستونو لیدلي وي.
د فېسبوک د دې څېړنې نتایج کانګرس ته د لیکلې راپور په بڼه جوت شوي او رسنیو ته رسېدلي دي.
په همدې حال کې په دې راپور کې د بلې ټولنیزې شبکې ټویټر موندنې هم ښیي چې د انټرنیټي څېړنو د ادارې له ټولنې سره اړوندو روسيو فعالانو په دې شبکه کې خورا زیات اکاونټونه جوړ کړي دي.
فسبوک د ځینو زړه نا زړه امریکایي رأیې ورکوونکو په اړه ۸۰زره مطالب موندلي.
د انټرنیټې څېړنو اداره د روسیې د حکومت په پلوي په تبلیغاتو مشهوره ده.
ټاکل شوې چې هم د فېسبوک او هم د ټویټر استازي نن د سنا د عدلي قضايي کمېټۍ غونډې ته په دې اړه معلومات ورکړي.
د فېسبوک د ادارې له خوا وروستي افشا شوي معلومات ښيي چې په متحد ایالاتو کې د روسیې د سیاستونو نفوذ تر هغې اندازې زیات دی چې فېسبوک یې مخکې اټکل کړی وو.
فېسبوک په خپل لیکلي راپور کې ویلي چې اتیا زره داسې پوسټونه یې موندلي دي چې د ۲۰۱۵ میلادي کال د جون او د ۲۰۱۷ کال د اګسټ میاشتو ترمنځ خپاره شوي او دا پوسټونه ښايي د امریکا د ټولو رأيې ورکوونکو نیمايي نفوس ته رسیدلي وي.
فېسبوک ویلي، اکثر دې پوسټونو چې د فېسبوک د کاروونکو پر پاڼو لیدل شوي او نورو کاروونکو لایک کړي دي د نژادي توپیر په څېر د ټولنیز نفاق او سیاسي مخالفت پاروونکي پیغامونه درلودل.
د فېسبوک د څېړنې له مخې دا پیغامونه له هغو تجارتي اعلانونو څخه جلا دي چې د روسي شرکتونو له خوا پر انټرنیټ خپاره شوي او د فېسبوک چارواکو یې مخکې د امریکا کانګرس ته راپور ورکړی وو.
په دې تجارتي اعلانونو کې هم تر ډېره د نژادي توپیر او مهاجرت په څېر نفاق پاروونکي پیغامونه خپاره شوي وو.
د فیسبوک د څېړنې له مخې نهو روسي اکاونټونو هغه تجارتي اعلانونه پیرلي چې ډیری د رشیا ټوډې Russia Today یا آر ټي RT په څېر حکومت پلوو رسنیو خپاره کړي وو.
ټویټر ادارې تېره اوونۍ وویل چې له دې وروسته به د ار ټي او د بلې حکومت پلوې رسنۍ سپوتنیک اعلانونه ونه مني.