عمران خان: د فاټا په خیبر پښتونخوا کې د شاملولو لپاره بیا تحریک پیلوو

په اسلام آباد کې د چارشبنې په مازیګر د قبایلي سیمو د ځوانانو له یو جرګې سره ملاقات کې د پاکستان تحریک انصاف مشر عمران خان وفاقي حکومت ته وویل چې په لس ورځو کې دننه فاټا اصلاحاتو په اړه خپله پالیسي څرګنده کړي ګني دوی به پرضد تحریک پیل کړي او تر هغه به دغه تحریک روان وي چې تر څو د قبایلو غوښتنې ونه منل شي.

د دې ملاقات په اړه د قبایلي سیمو د ځوانانو وینا وه چې دوی له دې وړاندې د خېبر پښتونخوا د ګورنر ، د جماعت اسلامي د مشر سراج الحق او قامي اسمبلۍ د سپیکر سردار آیاز صادق سره لیده کاته کړي ديچې پکې يې ورته د فاټا اصلاحاتو لړ کې د مرستې ژمنه کړې وې.

له مشال را‌ډیو ته د قبایلي ځوانانو د جرګې یوې غړې سمرینه خان وزیر وویل چې د دوی غوښتنې دا دې چې په این ایف سي ایوارډ کې قبایلو ته درې فيصده برخه ورکړل شي په راتلونکو عامو ټولټاکنو کې دې ورته د خېبر پښتونخوا په صوبايي اسمبلۍ کې چوکۍ ورکړل شي او د سپریم کورټ او های کورټ اختیار دې تر فاټا غځول شي.

د نوموړې په وینا چې عمران خان ورته باور ورکړو چې له دوی سره به د فاټا اصلاحاتو لړ کې ولاړ وي او چې کومې د دوی غوښتنې دي چې پکې یوه له خېبر پښتونخوا سره د ورګډېدو ده دا ټولې به په حکومت مني خو لومړی به ترې دې پوښتنه کوي چې حکومت د اصلاحاتو عمل تر کومه رسولې دی نو که په لسو ورځو کې حکومت ستاسو په غوښتنو عمل ونه کړل نو دوی به تحریک پیلوي او په هغه تحریک کې به د فاټا ځوانان، مشران او ټول سیاسي ګوندونه له دوی سره ملګري وي.

مشال راډیو چې په دې اړه د پاکستان تحریک انصاف د نیم قبایلي سیمو یا ایف ارزد قامي اسمبلۍ غړي قېصر جمال وپوښتل نو د هغه وینا وه که تاسو وګورئ نو د پاکستان تحریک انصاف دا دریځ دی چې قبایلو ته دې هغه اسانۍ ورکړل شي چې نورو پاکستانیاتو ته ورکړل شوي دي.

دوی د فاټا اصلاحاتو لړ کې د صوبايي اسمبلۍ قراردادونه هم پاس کړي دي نو اوس چې دوی کوم تحریک پیلوي دوی غواړي چې نور ګوندونه ورسره هم ولاړ وي نو دوی به دغه ګوندونه په اعتماد کې اخلي او د فاټا مسله یوازې د پاکستان تحریک انصاف مسله نه ده بلکې دا ټول ملک مسله ده او دوی غواړي چې فاټا اصلاحات ژر تر ژره وشي او قبایلو ته بنیادي حقونه ورکړل شي او چې دې لړ کې کومه هم لار وي دوی به په ټولو باندې کار کوي.

د ذکر ده د فاټا ځيني پارلېماني غړیو او قبایلي مشرانو په نهم اکتوبر په اسلام آباد کې احتجاجي دهرنا ورکړې وه وروسته وزیراعظم شاهد خاقان عباسي د دوی غوښتنو منلو ژمنه کړې وه.

بلخوا د فاټا اصلاحاتو لړ کې د پښتونخوا ملي عوامي ګوند غوښتنه ده چې قبایلو ته دې د دوی په خوښه ځانله صوبه ورکړل شي او د جمعیت علما اسلام ف ډلې دریځ دی چې د فاټا اصلاحاتو لړ کې دې له قبایلو وپوښتل شي.