له محمود صيقل سره د احمد شاه اعظمي مرکه

ستاسې سېسټم د HTML5 په چلولو کې ستونزه لري.

په ملګرو ملتونو کې د افغانستان دايمي استازی محمود صيقل وايي چې د افغانستان او سيمې د بې ثباتۍ لوی لامل په پاکستان کې د ترهګرو پټن ځايونو دي. نوموړي له مشال راډيو سره د ځانګړې مرکې پر مهال ويلي چې له نړيوالې ټولنې او سيمه ييزو برخه والو غوښتنه کوي چې په پاکستان کې د ترهګرو پټن ځايونو ته ځانګړې پاملرنه وکړي.