د سعودي عرب باچا سلمان د حکومت دوه مهم غړي له خپلو دندو لرې کړي چې د ولي عهد شهزاده محمد بن سلمان واک نور پياوړی کړي.
نوموړي د یکشنبې په ورځ اعلان وکړ چې ۱۱ شهزادګان، څلور موجوده وزيران او لسګونه پخواني وزيران د درغليو ضد کميټې په حراست کې اخستي دي.دغه کمیټي د ولي عهد تر واک لاندې کار کوي.
د نيولو شویو کسانو نومونه يا د دوی لخوا د شوي اداري فساد په اړه تفصيلات نه دي ورکړل شوي، خو يو لوړ پوري سعودي چارواکې ويلي دي چې په نيولو شويو کسانو کې شهزاده ولید بن طلال او د خزانې پخوانی وزير ابراهيم الاصاف شامل هم شامل دي.
د سعودي عرب باچا د داخلي امنيت او اقتصاد لپاره نوي وزيران مقرر کړي دي.
سرکاري ټيلي ویژن العربيه شاهي فرمان خپور کړی چې پکې ويل شوي د ملي ګارډ وزير متعب بن عبدالله له خپلي عهدې لري کړل شوی دی. شهزاده متعب د پخواني بادشاه عبدالله زوی او د هغه د کورنۍ وروستی غړی و چې تر ټولو لوړه څوکۍ یې درلوده.
په سعودي عرب کې دا بدلون په داسي حال کې شوی چې ولي عهد محمد بن سلمان په هيواد کې د ۲۰۳۰ اصلاحاتو پلان اعلان کړی چې مقصد يې مخافظه کاره قوانينو کې نرمي راوستل دي.