د خبريالانو نړيوال فدراسيون "IFJ" د افغانستان د ازادو خبريالانو له ټولنې سره يوځاى په افغانستان کې د واټساپ او ټلګرام د خدماتو پر بندېدو اندېښنه څرګنده کړه.
دغې ادارې نن په يوه اعلاميه کې له افغان حکومت څخه د دغه بنديز د ليرې کېدو غوښتنه کړې ده چې خلک وکړاى شي د معلوماتو له ازاد جريان څخه ګټه واخلي.
خو د افغانستان د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزارت وياند، نجيب ننګيال ازادي راډيو ته وويل، دا بنديز موقتي دى.
افغان حکومت تېره اوونۍ د مسېجونو د خدماتو د دغو دوو شبکو د بنديز اعلان وکړ.