د ناټو سرمنشي ینز ستولتنبرګ وايي، په پاکستان کې د وسله والو د پټنځایونو په اړه د دې هېواد له مشرتابه په پرلپسې تماس کې دي.
ینز ستولتنبرګ دا خبره د سېشنبې په ورځ د بیلجیم په پلازمېنه برسلز کې یوې خبري غوندې ته کړې ده.
ده وویل، هېڅ هېواد باید وسله والو ته پټنځایونه ورنکړي
په ناټو کې د امریکا سفیرې کې بېلي هوچیسن هم ویلي چې پاکستان باید د ترهګرو ډلو پرضد رغنده رول ولوبوي.
پاکستان دا خبره نه مني چې ګواکې پر خپله خاوره یې وسله والو ته خوندي پټنځایونه ورکړي دي.