'پاکستان لا هم د اوبو لپاره تګلاره نه ده جوړه کړي'

د نهې په ورځ په سېنېټ کې د پاکستان پیپلز پارټۍ سېنېټرې شیري رحمان ویلي چې له ۲۰۰۳ م کال راهیسي نن هم په قامي کچه په پاکستان کې د اوبو په اړه تګلاره لا هم د جوړېدو په مراحلو کې ده.

د سېنټېرې شېري رحمان په وینا چې په نړۍ کې په پاکستان کې د اوبو کارولو طریقه تر ټولو خرابه ده او د دې باوجود اوس هم هېڅ یوه داسي پالیسي نه شته چې په هېواد کې د اوبو کمښت پر ستونزه کار وشي.

دې دا هم ویلي چې د بجټ صفر اعشاریه دوه فیصده برخه د اوبو په رسد او پاکولو لګېږي. هغې دا هم وویل چې له اوبو سره د تړلیو ناروغیو او د اوبو د کمي مخنیوی باید په قامي کچ په لومړیتوبونو کې راشي.

د اغلې رحمان په وینا چې هند، بنګله دېش، نیپال او سري لنکا له تېرې یوې لسیزې راهیسې د اوبو قامي تګلاره لري.

د کارپوهانو په نظر که یو خوا په پاکستان کې د اوبو معامله د سیاست ښکار شوې نو بلخوا دهند له اړخه هم وخت په وخت د اوبو د وېش په معامله مسلې راپورته کړل شوي دي.

د ملګرو ملتونو د پرمختیا ادارې په وینا چې د اوبو مسلې هواري لپاره به نه یواځې انفرادي بلکې په ریاستي کچه هم اقدامات اوچتول وي.

د پېښور زرعي پوهنتون د اوبو انتظام محکمې مشر پروفېسر ‌ډاکټر طاهر سرور وایي یوه لسیزه وړاندې حکومت د اوبو تګلارې مسوده جوړه کړې وه خو عملي شکل ورته ورنه کړل شو.

"د اوبو کمښت له وجې به تر ټولو زیات زموږ د کرکېلې شعبه متاثرېږي، بل د توانایې موږ ته ډېره سنجیده مسله ده ولې چې د اوبو له لارې کومه توانایي موږ ته ترلاسه کیږي نو هغه له نورو ارزانه ده نو بنیادي دا دوه مسلې دي خو له دې سره سره درېمه مهمه مسله دا ده چې د څکلو لپاره کومې اوبه استعمالیږي نو د هغې د معیار په اړه مسلې پېدا کیږي نو دا درې واړه برخې د اوبو کمي نه به نېغ په نېغه متاثرېږي."

د ملګرو ملتونو د پرمختیا ادارې یو اېن ډي پي د پاکستان د اوبو سلامتیا، مسلې او مشکلاتو په نوم خپور شوي یوه رپورټ کې ویل شوي چې له اوبو سره تړلې مسلې د پاکستان لپاره یو مهم چېلنج دی.

د ملګرو ملتونو د پرمختیا ادارې په وینا چې د اوبو مسلې هواري لپاره به نه یواځې انفرادي بلکې په ریاستي کچه هم اقدامات اوچتول وي.

د اوبو د کمښت په مسلې کارکونکې پروفېسر ډاکټر نوید الله وایي چې نه یواځې د اوبو سطح ډېره لاندې تللې بلکې د څکلو اوبو معیار هم خراب شوی دی.

"راروان جنګ به د اوبو پر سر وي. په حکومتي کچه د یوې داسې پالیسۍ جوړولو ضرورت دی چې اوبه ذخیره کولو لپاره واړه ډېمونه جوړ کړو ولې چې د اوبو مسله سنګینه ده."

تېر کال د پاکستان د څېړنې او د اوبو زېرمولو ادارو حکومت خبرداره کړې وو که یې سمدستي د اوبو کمي مخنیوي په لړ کې څه ګامونه پورته نه کړل شو تر ۲۰۲۵ م کاله هېواد له وچکالۍ سره مخامخېدلای شي.