د سوات خلک ګندونو پرېشانه کړي
ستاسې سېسټم د HTML5 په چلولو کې ستونزه لري.
د سوات سیمه د قدرتي حسن او شنه چاپېریال له وجې مشهوره ده، خو ځايي خلک یې اوس حسن ته اندېښمن دي. دوی وايي ښاروالۍ د ټول ښار ګندونه د سیند غاړې ته غورځوي چې له کبله یې اوبه ککړیږي او ډول ډول ناروغۍ خوریږي. د سیمې ناظم بیا وايي حکومت په پام کې لري چې د ګندونو لپاره په کوتره مېره کې یو ځای وټاکي او د خلکو دغه ستونزه هواره کړي. له سواته نیاز احمدخان ویډیويي راپور پرې لري.