پوتین او اردوغان پر ترهګرۍ ضد مبارزه ږغېدلي

د روس ولسمشر ولاديمېر پوتين له خپل ترکي سيال رجب طیب اردوغان سره لیدلي دي. د ولسمشر پوتين دفتر د نومبر پر لسمه نېټه ويلي وو چې دواړه مشران به د روس په سوچي ښار کې له ترهګرۍ سره شريکې مبارزې او تجارت زياتولو په اړه خبرې وکړي.

همداراز به په شام کې له شپږو کلونو راهيسې روانې جګړې ختمولو پر لارو چارو هم بحث وشي. روس د شام ولسمشر بشارالاسد او ترکيه د وسله والو ياغيانو ملاتړ کوي.