قامي وطن ګوند په ډېره کې د نجلۍ د بېحجابۍ د پلټنو غوښتنه کړې

ستاسې سېسټم د HTML5 په چلولو کې ستونزه لري.

د قامي وطن ګوند د ښځو څانګې په ډېره اسماعیل خان کې د یوې نجلۍ د بې پردې کولو په کلي کې د ګرځولو د پېښې غندنه کړې. دې ښځو د ګل پر ورځ د پېښور د خبریالانو په مرکز کې له حکومته د دې پېښې د عدالتي پلټنو غوښتنه کړې. د ۱۶ کلنې نجلۍ د بې حجابه کولو پېښه د اکتوبر پر ۲۷مه شوې وه. پولیس وايي، د پېښې په تړاو یې یو شمېر کسان نیولي او ورڅخه پلټنې کوي. دې ښځو په خبرو کې د تحریک انصاف پر صوبايي وزیر علي امین ګنډه پور تور پورې کړی چې د مجرمانو تر شا ولاړ دی. نوموړي د دې تور په اړه لا څه نه دي ویلي. پر دې موضوع مو د قامي وطن ګوند له دوو مخکښانو نصرت خټک او نرګس امین سره خبرې کړې دي.