په ترکمنستان کې د افغانستان په اړه غونډه پیل شوه

د ترکمنستان په سر ښار عشق اباد کې د افغانستان لپاره د سیمیزې اقتصادي همکارۍ کنفرانس ریکا د غړو هېوادونواومه غونډه روانه ده.

په دې دوه ورځنۍ غونډه کې به د لاجوردۍ لارې ټېکې [قرارداد] لاسلیکولو ترڅنګ به، د افغانستان ګاونډيو او سمې د هېوادونو له لوري د مرستو پر څرنګوالي، پانګونې، سوداګرۍ او ترانسپورټي همکاریو خبرې وشي.

د سېشنبې په غونډه کې د ګڼو هېوادونو د بهرنیو چارو او اقتصاد وزیرانو او د نړیوالو سازمانونو استازيو ګډون کړی دی.

د افغانستان لپاره د سیمه ییزو اقتصادي همکاریو کنفرانس [ریکا] په ۲۰۰۵م کال کې جوړ شوی او تر دې مخکې یې په کابل، استانبول، نوي ډيلي او اسلام اباد کې غونډې کړې دي.