پاکستان يوازې د چاپېريال ککړتيا مخه نشي نیولای

ستاسې سېسټم د HTML5 په چلولو کې ستونزه لري.

د پاکستان په قامي اسمبلۍ کې د ماحولياتي بدلون سټېنډنګ کمېټۍ غړی عبدالقهار ودان وايي چې په پاکستان کې د چاپېريال د ککړتيا مخنيوي لپاره د حکومت لخوا پر جوړو شوو قوانينو يواځې ۵۰ سلنه عمل کېږي. نوموړی زياتوي پاکستان به هله د هوا ککړتيا د مخنيوي جوګه شي چې پرمختللې نړۍ په دې برخه کې مالي مرستې ورسره وکړي. د مشال راډيو خبريال احمد شاه اعظمي له ښاغلي ودان سره مرکه کړې او په لومړي سر کې يې په پاکستان کې د چاپيريال پر اوسني وضعيت او حکومتي اقداماتو پوښتلی دی.