د زمبابوې پوځ وايي چې له ولسمشر رابرت موګابې سره له واکه د لاس اخېستو په اړه په خبرو کې د پام وړ پرمختګ شوی.
د زمبابوې پوځي چارواکي دا څرګندونې په داسې حال کې کوي چې له کودتا وروسته د موګابې پرضد د اقداماتو په ترڅ کې یې د لومړۍ مېرمنې او یوشمېر چارواکیو په ګډون د هغه متحدان تر تعقیب لاندې نیولي او بندیان کړي دي.
د زمبابوي پوځ په یوه بیان کې چې نن د دې هېواد په رسنیو کې خپور شو، ویلي چې له ولسمشر رابرټ موګابې سره خبرې اوس هم روانې دي او د پام وړ پرمختګ پکې شوی دی.
بیان زیاتوي چې اوس مهال د پوځ له اعلی قوماندان سره په دې اړه چې روان کړکېچ ته څنګه د حل لاره وموندل شي خبرې روانې دي او له نتایجو به یې ډېر ژر خلک خبر شي.
د راپورونو له مخې په دې خبرو کې موګابې هڅول کېږي چې واک نوي حکومت ته وسپاري خو ښايي د قدرت سپارلو د وخت په مسئله کې به د دوی ترمنځ اختلاف رابرسیره شوی وي.
د موګابې د ولسمشرۍ دوره راتلونکې کال پای ته رسېږي او واکمن ګوند په پام کې لري چې راتلونکې میاشت د زمبابوې د برخلیک په اړه د بحث لپاره غونډه وکړي.
پوځ وايي، د ولسمشر پر شااوخوا د راټولو جنایتکارانو د جرړو ایستلو په عملیاتو کې د پام وړ پرمختګ شوی دی او زیاتوي چې په دې ترڅ کې یوشمېر کسان نیول شوي او ځینې نور تر تعقیب لاندې دي.
د پوځ بیان یادونه کوي چې دې کسانو جنایتونه کړي او زمبابوې ته یې ټولنیز او اقتصادي زیانونه اړولي دي.
د راپورونه له مخې پوځ په هغو وزیرانو او جګپوړیو چارواکو پسې ګرځي چې له لومړۍ مېرمنې ګرېس موګابې سره نېږدې دي.
پوځ پر دې چارواکو د جي څلوېښت G40 د بانډ نوم ایښی ځکه چې اکثر دا چارواکي د څلوېښتو او پنځوسو کلونو ترمنځ عمرونه لري او د سیاستوالو په هغه نسل پورې نه دي تړلي چې د اقلیت سپین پوستو له واکمنۍ څخه د اکثریت تور پوستو د ژغورنې په مبارزه کې ښکېل ول.
د زمبابوې په پلازمېنه هرارې کې نن په داسې حال کې چې خلک په ورځنیو کارونو پسې راوتلي وو، پوځیانو په زغره والو ګاډو کې ګزمې کولې.
خلک وايي تر هغه وروسته چې پوځ واکمن شو سخت وېرېدلي ول، خو اوس دوی د امنیت ستاینه کوي.
ځینو ورځپاڼو په خپلو سرلیکونو کې لیکلي دي چې د موګابې دوره نوره نو پای ته رسېدلې، د یوې ورځپاڼې سرلیک، «د نوي دور سباوون» و، او بلې هغې لیکلي ول، «موګابې به د ۳۷ کلنې ظالمانه واکمنۍ په خاطر هیر نه شي.»
موګابې که څه هم په کور کې نظر بند کړل شوی خو نن د لومړي ځل لپاره ولس کې را څرګند شو او هرارې ته نېږدې د یوه پوهنتون د محصلانو د فراغت په غونډه کې یې برخه واخیسته.
د غونډې لویې خېمې ته له ننوتو سره سم څو زره محصلان او مېلمانه ودرېدل او د ده هرکلی یې وکړ.
پوځي چارواکي هم تراوسه هڅه کوي چې ۹۳ کلن موګابې ته چې د نړۍ تر ټولو سپین ږیري رهبر دی د ولسمشر او د پوځ د اعلی قوماندان په ویلو سره درناوی څرګند کړي.