د کورنیو چارو وزیر احسن اقبال د شنبې په شپه په یو بیان کې ویلي چې د دې ۲۴ ساعتونو هدف دا دی چې دا مسله په سمه توګه هواره کړل شي.
احسن اقبال ویلي ، که چېري دا مظاهره پای ته ونه رسول شوه نو حکومت به د عدالت پر حکم عمل کولو ته اړ شي او بیا به د هر ډول تاوان زمه واري د مظاهره چیانو د مشرتابه پر غاړه وي.
د یاد احتجاج له کبله د لاهور ، راولپنډۍ ، اسلام اباد او مري اړخته تلونکې ټولې لارې تړل شوې دي او د امنیت ټینګ ساتلو لپاره د پولیسو او ایف سي ځواک غړي ځای پر ځای کړل شوي.
د پاکستانۍ پلازمېنې اسلام اباد په فېض اباد سیمه کې د یو شمېر مذهبي ډلو پرلت – دهرنه – د شنبې په ورځ د دې خبر تر خپرېدو پر دې سربېره روانه وه چې د اسلام اباد های کورټ یې هم د ختمولو امر کړی وو.
د اسلام اباد های کورټ د دې احتجاج برخه والو ته د نومبر تر ۱۸مې نېټې وخت ورکړی وو چې یاده احتجاجي ناسته پای ته ورسوي.
خو د -تحریک لبېک یا رسول الله - په نامه روانې دې احتجاجي ناستې برخه خوال وايي ، هغه وخت به خپل احتجاج پای ته رسوي چې غوښتنې یې ومنل شي.
د مظاهره چیانو مشر مولانا خادم حسېن رضوي له خبرو اترو انکار کړی او واييچې که حکومت د پارلمان له غړیو د سوګند اخیستو په طریقه کار کې بدلون کړی دی نو دې د وفاق او پنجاب د قانوني چارو وزیران هم له دندو لرې کړي.
د پاکستان د کورنیو چارو وزیر احسن اقبال ویلي چې مظاهره چیان باید د عدالت امر ته په درناوي خپل احتجاج پای ته ورسوي.
د احسن اقبال په وینا ، د دې مذهبي ډلو احتجاج ځکه اوس جواز نه لري چې پارلمان هغه مسلې وار له مخه هوارې کړېدي د کومو پرضد چې دوی احتجاج کوي.
د احسن اقبال په وینا ، د دې مظاهره چیانو چې د ختم نبوت په اړه کومې اندېښنې دي پارلمان د هغوی په اړه ډېره قانون سازي کړې ده.
هغه ویلي چې نه یوازې دا چې هغه حلف نامه يې په اصل شکل کې بحال کړې ده بلکې د قانون وفاقي وزیر زاهد حامد له ټولو ګوندونو سره خبرې کړې دي او دا قانون یې د تل لپاره عملي کړی دی.
یو شمېر مذهبي ډلو د مولانا خادم حسېن په مشرۍ کې د -تحریک لبېک یا رسول الله – په نامه دا احتجاج د نومبر پر ۷مه نېټه پیل کړی وو.
دا له هغه وروسته ده چې په اکتوبر کې د پاکستان پارلېمان د ۲۰۱۷م کال ترمیمي انتخاباتي قانوني مسوده منظوره کړه چې په اړه یې پر ټولنیزو رسنیو ځېنې لیکنې او د مسودې عکسونه خپاره شوي وو.
په دې انځورونو کې راغلي ول چې په مسوده کې د نوماندانو د سوګند په ځای کې لفظي بدلون شوی او پکې د اسلام پر پیغمبر د “ ایمان “ د “ قسم“ پر ځای د “ زه باور کوم “ الفاظ راغلي وو.