د تېر اتوار په ورځ د دې خبرې فیصله د دواړو ګوندونو مشرانو عمران خان او مولانا سمیع الحق ترمنځ ملاقات کې شوې ده.
دواړه مشران په دې متفق شوي چې د مشاورت او رابطو عمل به جاري ساتي چې تر راتلونکیو انتخاباتو وړاندې دواړه ګوندونه نزدې راشي.
دا په داسي حال کې ده چې تېره اونۍ د ملک شپږو لویو سیاسي او مذهبي ګوندونو د متحده مجلس عمل بیا بحالولو اعلان کړی دی.
د ځینو کارپوهانو په وینا مذهبي سیاسي ګوندونه د متحده مجلس عمل بحالۍ لپاره کوششونه کوي نو په داسي حال کې مولانا سمیع الحق سره د پاکستان تحریک انصاف مشر عمران خان دغه ملاقات مهم دی.
تر دې وړاندې متحده مجلس عمل په صوبه کې له ۲۰۰۲ م کاله تر ۲۰۰۷ پورې په خېبر پښتونخوا کې حکومت وو.
که څه هم یو پلو د مذهبي ګوندونو د دغې اتحادیې د بیا بحالی اعلان وکړ خو بل طرف ته دا سوال راپورته کېږي چې ولې د خېبر پښتونخوا موجوده واکمن ګوند پاکستان تحریک انصاف ته تر راتلونکیو ټولټاکنو وړاندې د اتحاد ضرورت راپېښ شو.؟
خبریال سیف الاسلام سیفي وايي، چې د پاکستان تحریک انصاف مشر عمران خان د ملک په کچه راتلونکیو ټولټاکنو لپاره هلې ځلې شروع کړې او هم دغه وجه ده چې انتخابي عمل کې د خنډونو هواري لپاره یې دا کوششونه روان دي.
''که چېرته متحده مجلس عمل بحالېږي نو په صوبه کې به یو مضبوط اتحاد وي او د نورو مخالفه ډلو سیټونه به متاثره کړي ځکه ځیني داسې ضلعې شته چې که پکې د جمات اسلامي او د جمعیت العماء اسلام ف ډلې ووټونه رایوځای شي نو د ګټلو په پوزیشن کې راتلای شي او بل دا هم یو چېلنج دی که جمات اسلامي له مخلوط حکومته لیرې شي نو د صوبایي حکومت مذهبي حمایت به کم شي نو د جمات اسلامي کمي پوره کولو لپاره مولانا سمیع الحق به له پي ټي ای سره اتحاد کوي.''
د کارپوهانو په نظر چې د پاکستان تحریک انصاف مشر عمران خان او د جمعیت العلمای اسلام س مشر مولانا سمیع الحق ترمنځ په ملاقات کې د صوبې وزیراعلی پرویز خټک مهم رول لوبولی دی.
د دې دواړو ګوندونو ترمنځ به اتحاد څنګه وي ؟ او ایا دا اتحاد د متحده مجلس عمل مخنیوي لپاره جوړ کړل شوی؟
په دې لړ کې خبریال او شنونکی شمیم شاهد زیاتوي چې پاکستان تحریک انصاف د اېم اېم اې له بحالې وېرېدلی دی.
د ده په وینا چې د مولانا سمیع الحق ډله خپله د ووټ ګټلو نه ده خو که دا ډله له بل چا سره ملګرتیا وکړي نو د هغې په کامیابۍ کې دوی کردار لرلی شي.
د ۲۰۰۲ م کال ټولټاکنو لپاره د متحده مجلس عمل په نهه ګوندونو کې جمعیت العلماء اسلام س ډله یوه مهمه برخه وه.
د ځینو کارپوهانو په وینا مذهبي سیاسي ګوندونه د متحده مجلس عمل بحالۍ لپاره کوششونه کوي نو په داسي حال کې مولانا سمیع الحق سره د پاکستان تحریک انصاف مشر عمران خان دغه ملاقات مهم دی.