پر خوست هوايي ډګر د کام ایېر ازمویښتي ناسته

ستاسې سېسټم د HTML5 په چلولو کې ستونزه لري.

د افغانستان په خوست کې د نوي هوايي ډګر چارې ښايي ژر بشپړې شي او په همدې موخه د سېشنبې ورځ د کام ایېر هوايي شرکت یوې الوتکې له کابله تر خوسته ازمویښتي الوتنه وکړه. د مشال راډيو خبریال نجیب الله الوخېل وايي خوستوال دغه الوتنې ته ډېر خوشبینه دي او د هغوی په وینا چې د هوايي ډګر په بشپړېدو سره به په هېواد دننه، بهرنۍ نړۍ او پتېره خلیجي هېوادونو ته په تګ راتګ کې زښته ډېره هوساینه ومومي.