د ملګرو ملتونو قضايي جرګګۍ (عدالت) د چارشنبې ورځ پخوانی بوسنیايی سرب پوځي کمانډر راتکو ملادیچ په ټول عمر بندي کړ. نوموړی د جنګي جرمونو د انسانیت پرضد جنایتونو چې پکې په بوسنیا کې د ۱۹۹۲ – ۱۹۹۵مو کلونو جګړه کې ټولوژنه هم راځي ګرم وګرځول شو. هغه له یولسو تورونو په لسو کې مجرم ثابت شوی دی.
په هاګ کې د عدالتي کاروايۍ پرمهال ملادیچ غوسه شو او وروسته یې جج د اېستلو امر وکړ.
راتکو ملادیچ په ۱۹۹۰ میلادي کال کې چې په پخوانۍ یوګوسلاویا کې کورنۍ جګړه پیل شوه، د هغه د دښمنانو له لوري د "بوسنیا قصاب" بلل کېده.
ملادیچ د ۱۹۹۵ میلادي کال په جولای میاشت کې په سرېبرينيڅا کې د لږ تر لږه ۸۰۰۰ بوسنیايي سړیو په ډلهییزه وژنه تورن دی.
په سرېبرينيڅا کې ټولوژنه په اروپا کې د یهودانو تر ټولوژنې (هالوکاسټ) وروسته تر ټولو ستر بشري ضد جنایت بلل شوی دی.
د دوهمې نړیوالې جګړې پای ته تر رسېدو وروسته د جرمني د نازي رهبرانو د محاکمې لپاره د نورمبرګ محکمې تر جوړېدو وروسته، اول وار وو چې ملګرو ملتونو په بوسنیا کې د جنګي جنایتونو لپاره ځانګړی عدالت جوړ کړ.
په پخوانۍ یوګوسلاویا کې د کورنۍ جګړې پر مهال د شویو جنګي جرمونو د څېړنې لپاره نړیواله محکمه په ۱۹۹۳ میلادي کال کې جوړه شوه.
د کورنۍ جګړې پر مهال په هغې سیمه کې د ملګرو ملتونو له لوري سولهساتي هالنډي ځواکونه پراته وو.
څارنوالان وايي، د رادکو ملادیچ عسکرو په سرېبرينيڅا کې د ملګرو ملتونو سولهساتي ځواکونه شاته کړي ول، ښځې، نجونې او سپین ږیري یې په موټرو کې د بوسنیا پر لور استولي ول او ځوان نارینه یې د ډلهییزې وژنې لپاره جلا کړي وو.
سربرنیتسا کې د سړیو وژنه د صربي ځواکونو له لوري "قتل عام" و.
د ملادیچ عسکرو ټول نارینه چې له خپلو کورنیو یې جلا کړي وو، له شا ویشتي او بیا یې په ډلهییزو قبرونو کې ښخ کړي وو.
د ۶۹۰۰ وژل شویو هډوکي یا هم مړي د «ډي، اېن، اې» معاینو پر اساس پېژندل شوي، خو د سلګونه کسانو مړي لا هم نه دي موندل شوي.
د ملګرو ملتونو نړیوالې جنايي محکمې په ۲۰۰۷ میلادي کال کې حکم وکړ چې په سرېبرينيڅا کې د سړیو وژنه د سربي ځواکونو له لوري "ټولوژنه" وه.
ستاسې سېسټم د HTML5 په چلولو کې ستونزه لري.
څارنوالانو وویل چې په یوګوسلاویا کې د جګړې پر مهال، ملادیچ، د سربانو سیاسي مشر رادوان کاراییچ او د سربانو ولسمشر اسلوبودان میلوشویچ غوښتل چې بوسنیا کې یوازې سربان و اوسي او سیمه له غیر سربانو خلاصه کړي.
څارنوالانو دې مسئلې ته د داسې "نژادي تصفیې" نوم ورکړ چې هدف یې د یوګوسلاویا تر ړنګېدو وروسته د لویې سربیا جوړول وو.
د ملګرو ملتونو د نړیوال جنايي عدالت لوی څارونال د سې شنبې په ورځ "۱۳۹۶ کال د لړم ۳۰" ازادي راډیو ته وویل چې پر رادکو ملادیچ نننی حکم د پخوانۍ یوګوسلاویا د جګړې پر مهال د جنګي مجرمینو د محاکمې د یوه فصل خاتمه ده او ۵۰۰۰ کسان لا هم تر قانوني څارنو لاندې دي.