د اسلام اباد پر احتجاجي ناسته عملیات پیل شوي

ستاسې سېسټم د HTML5 په چلولو کې ستونزه لري.

پاکستانیو پولیسو په اسلام اباد کې د مظاهره چیانو تیت و پرک کولو لپاره عملیات پیل کړي. د اسلام اباد پیمز روغتون چارواکي وايي، دوی ته لږ تر لږه ۱۳۰ ټپیان وروړل شوي چې پولیس هم پکې شامل دي. د پاکستان حکومت له شلو ورځو راهيسې پر دهرنا ناست مظاهرچيانو ته د شنبې د سهار اوه بجو پورې د احتجاج ختمولو لپاره وخت ورکړی وو خو هغو ورباندې عمل و نکړ. په دې اړه د محمد عمران ویډیو وګورئ.