په جنیوا کې د شام شخړې هوارولو لپاره غونډه کېږي

د ملګرو ملتونو په سپانسر (ملاتړ) د شام د شپږ کلنې کورنۍ جګړې د سیاسي حل د لټولو لپاره د خبرو اترو اتم پړاو نن سېشنبه په جینیوا کې ترسره کېږي.

د شام لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړی استازی سټیفن ډي میستورا وايي، د شام حکومت تر اوسه په دې غونډه کې د ګډون کولو پخلی نه دی کړی.

نوموړی زیاتوي، دوی تېره شپه داسې پیغام تر لاسه کړی چې پکې ویل شوي د شام د حکومت استازي به نننۍ غونډه کې ګډون ونه کړي.

سټیفن ډي میستورا د دوشنبې پر ورځ د ملګرو ملتونو سلامتي کونسل ته د وینا پر مهال وویل، طبعا د دوی هیله او تمه دا ده چې د شام حکومتي استازي به ډېر ژر په دې خبرو کې ګډون وکړي.

د شام جګړه چې د ۲۰۱۱ م کال په مارچ کې پر حکومت ضد مظاهره کونکیو د تشدد نه پس پیل شوې وه، تر اوسه یې په ترڅ کې ۳۳۰ زره نه زیات کسان وژل شوي او میلیونونه نور په کډه کولو مجبوره شوي دي.