د امريکا دفاع وزير به د دوشنبې په ورځ په يوه ورځني سفر پاکستان ته رسېږي.
د امريکا دفاع وزارت ويلي چې جېمز متيس به د پاکستان له لومړي وزير شاهد خاقان عباسي او پوځ مشر جنرال قمر جاويد باجوه سره ليده کاته کوي.
نوموړی په داسي حال کې د پاکستان سفر کوي چې په افغانستان کې د ايتلافي ځواکونو امريکايي قومندان جنرال جان نيکولسن په تازه څرګندونو کې ويلي چې واشنګټن به په پاکستان کې د وسله والو د پټنځایونو په اړه پر اسلام اباد فشار ته دوام ورکړي.
جيمز متيس به ښايې هڅه وکړي چې اسلام اباد قانع کړي چې د ناقانون ګرځول شوي تنظيم لشکر طيبه مشر حافظ سعيد، حقاني شبکې او افغان طالبانو پرضد اقدامات وکړي. اياز وزير
خو د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویاند ویلي ول چې د پټنځایونو په اړه د اسلام اباد او واشنګټن په نظر کې توپیر دی او اسلام ابادترهګرۍ ضد جګړې ته ژمن دی.
سږ کال د اګست په میاشت کې امريکايي ولسمشر ډونلډ ټرمپ د جنوبي اسيا او افغانستان لپاره د تګلارې اعلانولو پر وخت پر پاکستان ږغ کړی وو چې پر خپله خاوره د وسله والو پټنځايونه ختم کړي.
اسلام اباد د پټنځايونو د شته والي تور ردکړ او خپګان يې څرګند کړ چې په تګلاره کې د ترهګرۍ ضد جګړه کې د پاکستان د قربانيو ذکر نه دی شوی.
له دې وروسته د پاکستان او امريکا په اړيکو کې تاوتريخوالی رامنځ ته شو خو بيا دواړو هېوادونو د لوړ پوړو چارواکيو پر کچه خبرې اترې وکړې چې پکې د اړيکو سمولو لپاره تماسونو ته پر دوام ورکولو سلا شول.
د پاکستان او امريکا کړکېچنو تعلقاتو ته په کتو سره اسلام اباد بايد خپله داخله او خارجه پاليسي بدله کړي. شميم شاهد
د امريکا دفاع وزير رتلونکې سفر ددې لړۍ برخه ده.
په اسلام اباد کې د پاکستان يو پخوانی ډپلوماټ اياز وزير داسې انګېري چې ښايې جېمز متيس به هڅه وکړي اسلام اباد قانع کړي چې د ناقانون ګرځول شوي تنظيم لشکر طيبه مشر حافظ سعيد، حقاني شبکې او افغان طالبانو پرضد اقدامات وکړي.
خو نوموړی زياتوي چې امريکا په افغانستان کې شاوخوا ۱۶ کلونو تېرکړل خو هلته يې وضعيت ښه نه کړای شو نو دده په فکر د خپلې دغې کمزرۍ پټولو په خاطر امريکا اوس پر پاکستان فشار اچوي.
خو په پېښور کې مېشت خبريال او څېړونکی شميم شاهد وايي د پاکستان او امريکا کړکېچنو تعلقاتو ته په کتو سره اسلام اباد بايد په خپله داخله او خارجه پاليسي بدلون راولي.