د يمن پخواني ولسمشر علي عبدالله صالح ویلي د سعودي عرب په مشری ايتلاف سره خبرو اترو ته تيار دی.
د شاغلي صالح پلويان په پلازمينه صنعا کې د ايران ملاتړي حوثي ياغيانو سره جګړه کړې ده.
عبدالله صالح د شنبې په ورځ پر ټيلي ويژن د وينا پر مهال د سعودي عرب په مشری ايتلاف باندې ږغ وکړ چې د بريدونو په درولو او د هېواد د کلابندۍ په ختمولو سره دې د درې کلنی جګړې پای ته رسېدو لپاره لاره هواره کړي.
نوموړي دا څرګندوني په داسي حال کې کړې چې په پلازمينه صنعا کې د صالح پلويانو او ياغيانو ترمنځ جګړو کې شدت راغلی دی.
د ياغيانو مشر عبدالملک الحوثي ويلي چې د نومبر ۲۹ مې راهيسې په جګړو کې يې ۴۰ جنګيالي وژل شوي دي.
د عبدالله صالح او عبدا لملک الحوثي ډلې دا مهال د ولسمشر عبدالرب منصور هادي چې سعودي عرب يې ملاتړ کوي پرضد په جګړو بوخت دي.
له هغه وروسته چې ياغيانو پر رياض توغندی و توغولی سعودي عرب ټول يمن کلا بند کړی دی.