د پاکستان بهرنیو چارو وزیر خواجه اصف وايي،دوی نړیوالو حالاتو ته په کتو د پاکستان بهرنۍ تګلارې له نوې سره ګوري.
خواجه اصف دا خبره د سېشنبې په ورځ ناوخته په اسلام اباد کې یوې غونډې ته د وینا پر مهال کړې ده. نوموړي دا خبره رد کړې چې په سفارتي کچ پاکستان یوازې کړل شوی او له پامه غورځول شوی دی، هغه وویل په تېرو څو کلونو کې یې هېواد له روس سره اړیکې ښې کړې او له چین سره یې لا پراخې کړې دي.
د خواجه آصف د دې خبرو په اړه د سيمه ايزو چارو کار پوه پروفېسر ډاکټر سرفراز مشال ريډيو ته ووېل چې خارجه پاليسي او ګاونډي هېوادونو سره ښه اړيکو لپاره به پاکستان ته خپل ملک دننه پاليسي او حالات هم ښه کول وي.
(پاکستان دا وخت له ډېرو مشکلاتو سره مخامخ دی ځکه چې د يو ملک دننه حالات سم نه وي نو د هغه خارجه اړيکې هم نشي سمېدۍ۔پاکستان دا کوشش کوي چې دا وخت په خپل سوچ کې بدلون رالوي او د امريکا پر ځايې دا چين او روس سره تعلقات جوړ کړي خو دې کې مشکلات شته دی ځکه چې امريکا پاکستان ته پېسې ورکولې چين نه ورکوي او روس سره پېسې شته نه.)
د افغانستان په اړه د خارجه چارو وزير دغه غونډې ته ويلي دي چې پاکستان لپاره د افغانستان سوله مهمه ده او امريکا ته د پاکستان سره دوه اړخیز اړيکو ته د افغانستان د معاملې په نظر نه دي کتل پکار.
خواجه آصف زياته کړه چې په سيمه کې امن او ثبات راوستو لپاره د افغانستان نه پس پاکستان لويې برخه لرونکې هېواد دی او دا مقصد تر لاسه کولو لپاره پاکستان ته د آزادې خارجه پاليسۍ مضبوط معيشت او ټول ګاونډي هېوادونو سره د ښه اړيکو ضرورت دی.
په دې اړه د بهرنيو چارو کارپوه اياز وزير وايي چې په سيمه کې کوم بدلون روان دی نو پاکستان له اوس ضروري ده چې په خپله خارجه پاليسۍ کې بدلون وکړي.
(کله نه چې امريکا افغانستان ته راغلې نو د پاکستان او افغانستان په مفادو کې فرق راغلی نو پاکستان مجبوره دی چې خپله خارجه پاليسۍ ته بيا کتنه وکړي ځکه چې امريکا هند ته په افغانستان کې ډېر مهم رول ورکوي او د پاکستان هند ترمينځه په ډېرو خبرو اعتراضونه دي بل دا چې په دې سيمه کې ډېر بدلون روان دی نو پاکستان ته امريکا او له هند سره اړيکو او نورو خبرو کې ورته سمون ګران دی، نو پاکستان مجبور دی چې له نورو ملکونو سره لکه چين، روس، ترکي، ايران او نورو سيمه ايزو ملکونو سره ملګرتيا وکړي او د خپلو مفاداتو تحفظ وکړي.)
د پاکستان خارجه چارو وزیر خواجه اصف ویلي پاکستان د سیمې په شخړو کې ځان بې طرفه ساتلی دی.
افغانستان، هند، امریکا او یوشمېر نور هېوادونه پر پاکستان تور پورې کوي چې دوی پر خپله خاوره داسې ترهګرو ته پټنځایونه ورکړي کوم چې په نورو هېوادونو کې بریدونه کوي.
خو پاکستان دا خبره نه مني او وايي چې دوی په افغانستان کې امن غواړي په سیمه کې د قراري راوستلو او ترهګرۍ له منځه وړلو ته ژمن دي.
خارجه چارو وزير خواجه آصفويلي چې پاکستان ترکي،ايران قطر او خليجي ملکونو سره ښه اړيکې لري او هم دا شان هند سره هم د ښه اړيکو هيله لري خو د هند لخوا د دې مثبت جواب نه راځي.