قادر بلوڅ: په قبایلي سیمو کې به ايف سي ار په يوه اوونۍ کې ختم شي

د پاکستان حکومت اعلان کړی چې په فاټا کې نافذ ايف سي ار قانون به په يوه اوونۍ کې ختم کړل شي.

د جمعې په ورځ په اسلام اباد کې د خبري غونډې پرمهال د پاکستان د قبايلي سيمو او سرحداتو وزير جنرال عبدالقادر بلوڅ وويل چې د خېبر پښتونخوا ګورنر به په دې لړ کې د هېواد ولسمشر ته قانوني مسوده لېږي چې هغه به ورباندې لاسليک وکړي.

البته نوموړي د فاټا په خېبر پښتونخوا د ورګډولو په اړه دقيقه نېټه ورنکړه.

حکومت غواړي فاټا په خېبر پښتونخوا ورګډه کړي خو په اړه يې لا هم ډېر زيات کار ته اړتيا ده نو ځکه به لږ نور وخت اخلي. عبداالقادر بلوڅ

د يوې پوښتنې په ځواب کې عبدالقادر بلوڅ وويل چې غواړي فاټا په خېبر پښتونخوا ورګډه کړي خو په دې اړه لا هم ډېر زيات کار ته اړتيا ده نو ځکه به لږ نور وخت اخلي.

نوموړي دا هم وويل چې د ۲۰۱۸ م کال په ټولټاکنو کې به د خېبر پښتونخوا په اسمبلۍ کې فاټا ته څوکیاني ورکول کېږي.

په خبري غونډه کې ناست د فاټا اصلاحاتي کمېټۍ مشر سرتاج عزير وويل چې په دې اړه دوی انتخاباتي کمېشن ته ويلي او هغه د نور کارونو ترڅنګ د نويو سرشمېرنو پر اساس د خېبر پښتونخوا په اسمبلۍ کې د فاټا د څوکيو پر مالوملو کار کوي.

​نوموړي وويل چې تر عامو انتخاتو وروسته به په قبايلي سيمو کې بلدياتي انتخابات هم کېږي.

ده دا هم وويل چې د فاټا د پرمختيايي فنډ ۳۰ فيصده برخه به د بلدياتي استازيو له لارې لګول کېږي.

ستاسې سېسټم د HTML5 په چلولو کې ستونزه لري.

د ايف سي ار ختمولو په اړه د سرتاج عزيز څرګندونې

سرتاج عزیز وویل ، د قبایلي سیمو د پرمختګ لپاره ۱۰ کلن پلان تیار شوی او هر کال به یو کهرب یانې ۱۰۰ اربه روپۍ ورکول کېږي.

نوموړي وویل ، په قبایلي سیمو کې به د لیویز ځواک شمېر زیات کړل شي او وروسته به بیا هم دغه لیویز ځواک په پولیسو بدل شي.

دواړه چارواکو وويل چې د بې کوره شويو کسان کورونو ته د ستنولو او په فاټا کې د بيا رغونې د کارونو پيلولو په اړه حکومت خپلې کړې ژمنې پوره کړي دي او اوس دوی په انتظامي اصلاحاتو لاس پورې کړی دی چې په دې لړ کې د بنيادي ډهانچې پر جوړښت کار روان دی.

تر خبرې غونډې وروسته د جمعې په مازيګر سرتاج عزيز د مشال راډيو خبريال ګل ایاز ته د مرکې پر مهال وويل چې په قانوني توګه به د ايف سي ار د ختمولو حکم وشي البته دا قانون به په تدريجي توګه له منځه وړل کېږي.

سرتاج عزيز زياته کړه چې په ايف سي ار کې به د اجتماعي ذمه واری ترڅنګ هغه شقونه په سمدستي توګه ختم شي چې دده په وينا زيات زيان رسونکي دي.

خو د حکومتي چارواکيو د تازه څرګندونو په اړه د پاکستان په قامي اسمبلۍ کې د کورمې استازي ساجد حسين توري د شنبې په سهار مشال راډیو ته وويل چې حکومت پخوا هم دغسې ژمنې کړې وې خو پوره يې نه کړي.

نوموړي زياته کړه چې تر څو حکومت د سپريم کورټ او های کورټ واک فاټا د غځولو په اړه قانون د قامي اسمبلۍ په راتلونکې غونډه چې د دوشنبې په ورځ پيلېږي وړاندې نه کړي تر هغو پر تازه حکومتي ژمنو باور نه شي کولای.

ستاسې سېسټم د HTML5 په چلولو کې ستونزه لري.

د فاټا اصلاحاتو په اړه په تازه حکومتي ژمنو باور نه شو کولی: ساجد حسين توري

د پاکستان کابينې سږکال د مارچ په مياشت کې د پخواني وزيراعظم نوازشريف په مشري کې د فاټا د اييني او انتظامي حېثيت بدلولو په اړه د جوړې شوې پنځه کسيزه کمېټۍ رپورټ منظور کړی وو.

که څه هم د هېواد يو شمېر سياسي ګوندونو، په پارلېمان کې د فاټا ځېنو استازيو، مدني ټولنو او د قبايلي سيمو د ځوانانو سازمان د رپورټ هرکلی وکړ او احتجاج کوي چې حکومت دې ژر تر ژر پر رپورټ عمل وکړي.

خو پښتونخوا ملي عوامي ګوند او جميعت علماء اسلام فضل الرحمن ډله بيا وايي چې بايد د فاټا د حېثت بدلولو په اړه په قبايأي سيمو کې رېفرنډم يو ټولپوښتنه وشي.