نن د دوشنبې ماسپښین د کورمې د ساتين په يو شخصي سکول کې تر ډزو وروسته اته ماشومان ټپیان شوي دي.
د پوليټيکل انتظاميې يوه چارواکي مشال راډيو ته وويل، په سکول کې د يونس خان په نامه يو کس هوايي ډزې وکړې چې تر هغه وروسته هلته ټېل ماټېل ماشومان ژوبل شول.
هغه وويل، ماشومان په ډزو نه دي لګېدلي بلکې د هلې ګولې له امله سربېرن زخميان شوي دي.
چارواکي زياته کړه، يونس د سکول مالک دى او له پرنسپل شيراز خان سره يې د کرايې پر سر لانجه وه. چارواکي دا هم وويل، يونس خان تر ډزو وروسته تښتېدلې خو د هغه د زوی په ګډون یې د کورنۍ اته غړي نیول شوي دي.