د افغانستان د خبریالانو مرکز وایي، افغان حکومت تر اوسه د ملګرو ملتونو د هغه پرېکړه لیک د مسودې ملاتړ نه دی کړی چې له هېوادونو غواړي د خبریالانو په وړاندې د جرایمو معافیت باید ختم شي.
دغه مرکز پر چارشنبې د یوې اعلامیې په خپرولو سره د حکومت د دې اقدام په اړه اندېښنه ښودلې ده.
په اعلامیه کې راغلي چې د افغانستان د خبریالانو مرکز او د ارټیکل ۱۹ نړیوال سازمان په یوه ګډ اقدام سره د روان کال په نومبر کې افغان حکومت ته یو سرخلاصی لیک استولی او ترې غوښتي یې دي چې د خبریالانو د خوندیتوب په هدف د ملګرو ملتونو د یادې مسودې ملاتړ وکړي.
اعلامیه کاږي، په ملګرو ملتونو کې د افغان حکومت دایمي استازی تر اوسه نه دی حاضر شوی چې په دې اړه څه ووایي.
د افغانستان د خبریالانو مرکز وايي، په تېرو کلونو کې لسګونه خبریالان او د رسنیو کارکوونکي د خپل کار پر مهال وژل شوي یا ګواښل شوي، خو د دوی په وینا د ډېرو کسانو مقدمې نه دې ارزول شوي او عاملین یې بښل شوي دي.
افغان حکومت په دې اړه لا څه نه دي ویلي.