د فلسطیني ادارې مشر محمود عباس پر ملګرو ملتونو غږ کړی چې د اسراییل او فلسطین ترمنځ د سولي په هڅو کې د منځګړي په توګه د امریکا ځای بدل کړي.
نوموړي دا څرګندوني د شورو پر ورځ په استنبول کې په هغه سرمشریزه کې کړي چې د اسلامي همکاریو سازمان د شورو په ورځ په استانبول کې جوړه کړې وه.
محمود عباس وويل چې د ډېېسېمبر پر شپږمه د امريکا له خوا بيت المقدس د اسرايیل د سرښار په توګه د پېژندلو اعلان فلسطینيان حيرانه کړل.
نوموړي وويل، له دې اعلان سره سم امريکا د خپلو لسيزو کلونو له پاليسۍ په شا شوې او په منځني ختيځ او اروپا کې يې د امريکا متحدان او نورو هېوادونه خپه کړي.
د چارشنبې پر ورځ په استنبول کې د اسلامي همکاریو سازمان په سرمشریزه کې ډېرو هېوادونو د امریکا د ولسمشر پر هغې پرېکړې انتقاد وکړ چې یوه اوونۍ وړاندې یې د بیت المقدس په اړه کړې وه.
د اسراییل او فلسطین په شخړه کې بیت المقدس یو له تر ټولو مهمو موضوعاتو څخه دی.
دا ښار د مسلمانانو، عیسویانو او یهودانو ټولو لپاره یو ډول مذهبي ارزښت لري.