پراګ - ۱۹ کلن ځوان د ټولنیزو شبکو او پیغام استونکي وټس ایپ له لارې اول په نشو روږدی شوی. د پېښور پوهنتون د تعمیراتي انجینرۍ د څانګې دا محصل نه غواړي چې نوم یې خپور شي خو د ملاکنډ دی او وايي، هره ورځ د ایس یا کرسټل په نوم د نشې تقاضا لري.
دی د خیبر پښتونخوا له یو شمېر هغوی ځوانانو دی چې په بېلا بېلو ښارونو کې ټولنیزو شبکې د نشه يي موادو اخیستو لپاره کاروي. په نشو روږدي ځېنې کسان وايي، د فېسبوک او د پیغامونو اپلي کېشن وټس ایپ له لارې دوی نشه يي مواد په اسانۍ اخیستای شي.
د ټولنیزو رسنیو فعالانو، په نشو روږدو ځوانانو، د زده کوونکو او مخدره موادو ضد سازمانونو مشرانو په خیبر پښتونخوا کې د ایس یا کرسټل او ځېنو نورو نشه يي موادو د خرڅلاو د نویو طریقو او کارونې په اړه مشال راډیو ته معلومات ورکړي دي.
دوی د صوبې د مرکز پېښور په ګډون یو شمېر ښارونه یاد کړي چې پکې نجونه او هلکان نشه يي مواد کاروي خو موږ په خپلو پلټنو کې زیات تمرکز پر ملاکنډ کړی دی.
د فېسبوک د ګروپونو او مېسېنجر په رابطو مې په لومړي ځل د ایس نشه پیل کړهزده کوونکی
دوی وايي، د ملاکنډ سيمې ته نشه يي توکي له ملتان، پېښور، کوټې او سوات څخه وروړل کېږي.
د پېښور پوهنتون د انجینرۍ د څانګې زده کوونکی له شاوخوا یو نیم کال راهیسې د ایس په نشې روږدی دی.
دی وايي، پر فېسبوک داسې پټ ګروپونه او پاڼې شته چې د نشه يي موادو د بیو، وېش او خرڅلاو په اړه معلومات ورکوي او ځوانان پکې له یو بل سره اړیکي کوي.
ده وویل، د ایس په نشې په روږدو کسانو کې زیاتره یې ښځینه او نرینه زده کوونکي دي.
انټرنیټي شبکو د مخدره موادو اخیستل اسانه کړي
د ایس کیمیاوي نوم مېتامفېټامین (Methamphetamine) دی چې له هېروینو یا پوډرو هم زیات خطرناک دی.ډاکتره پروین اعظم
د انجینرۍ محصل وايي، ((موږ له ملګرو سره تر ناستې پاستې)) او د ((فېسبوک د ګروپونو او مېسېنجر)) په رابطو په لومړي ځل د ایس نشه پیل کړه.
د ده په خبره، لومړی یې په اوونۍ ((کې یو ځل، بیا دوه ځلې)) د ایس نشه کوله چې وروسته ورباندې روږدی شو، اوس یې هره ورځ تقاضا کوي.
ډاکتران وايي، ایس یا کرسټل داسې شی دی چې سړی ورباندې ژر روږدی کېږي.
په پېښور کې د دوست فاونډېشن په نوم د یوې خیریه ټولنې مشرې ډاکترې پروین اعظم خان د روان کال په فبرورۍ کې مشال راډیو ته ویلي ول چې د ایس کیمیاوي نوم مېتامفېټامین (Methamphetamine) دی چې له هېروینو یا پوډرو هم زیات خطرناک دی.
د ایس نشې په اړه ویډیويي رپورټ لاندې وګورئ
ستاسې سېسټم د HTML5 په چلولو کې ستونزه لري.
د پېښور پوهنتون د انجینرۍ محصل وايي، پر ټولنیزو رسنیو او په ګروپونو کې د خیبر پښتونخوا له ډېرو سیمو څخه ځوانان په ایس روږدي دي چې د ((نجونو تعداد پکې ډېر زیات دی.))
د نشه يي موادو ناقانونه انتقال او خرڅلاو
په پاکستان کې له سېګرېټو، نسوار، پان او ځېنو نورو وړو نشو پرته د نورو مخدره موادو – لکه هېروین یا پوډر، چرس، اپین، ایس – کارول او خرڅلاو ناقانونه دي. په دې لړ کې په هغه هېواد کې د مخدره موادو ضد یوه اداره او ځانګړی ځواک هم موجود دی چې د هېواد دننه او بهر یې د قاچاق د مخنیوي هڅې کوي.
‘څوک دې په هیروینو روږدی نه شي’
پولیس هم وخت په وخت د نشه يي موادو پلورونکي او انتقالوونکي نیسي.
د وټس ایپ له لارې په اسانۍ مخدره توکي تر لاسه کېدای شي ځکه چې هر کس فون لري او اوس د رابطو کول اسانه شوي دي.واجد خان
په داسې حال کې د نشه يي موادو د اخیستو او کارولو لپاره د انټرنیټي شبکو او موبایل اپلي کېشنونو کارول نوې لار ده چې د روږدو کسانو په وینا، نه یوازې د دوی پېژندګلوي پټوي بلکې د قانون نافذوونکو ادارو له سترګو پناه یې په اسانۍ اخیستای هم شي.
له ((نشه يي توکو د پاک ملاکنډ)) په نوم د ناحکومتي ادارې مشر سبحان علي وايي، دوی پر ټولنیزو رسنیو یو شمېر داسې ګروپونه یا ډلې تعقیب کړې دي چې له لارې یې خلک نشه يي مواد تر لاسه کوي.
دی وايي، ((موږه د ګروپونو معلومات کړي دي)) چې پکې ځوانان ((په شفر یا کوډونو کې)) خبرې کوي او ایس یا نور ناقانونه نشه يي شیان اخلي.
علي وايي، دوی پر وټس ایپ د ځېنو ګروپونو معلومات او شواهد تر لاسه کړل او بیا یې د خرڅوونکو په اړه انټرنیټي کیمپېن وچلاوه چې له کبله یې ځېنې ګروپونه وتړل شول.
د نشه يي شیانو د استعمال د مخنیوي لپاره د پېښور په زرعي پوهنتون کې د زده کوونکو یو سازمان فعاله دی چې ((د ژوند ژغورنې ټولنه)) نومېږي.
د دې ټولنې مشر واجد خان وايي، د وټس ایپ له لارې په اسانۍ مخدره توکي تر لاسه کېدای شي ځکه چې ((هر کس فون لري)) او اوس د رابطو کول ((اسانه شوي دي.))
په ایس چې روږدی شوی یم نو د کمترۍ احساس لرم، له مور و پلار او خپلوانو سره هره وخت ناندرۍ وهم، او له خپل ژونده بېزاره یم.د انجینرۍ یو محصل
پر وټس ایپ یو کس کولای شي چې د خپلو پیغامونو د پټولو لپاره کوډ (شفر) وکاوري او یا هم عارضي یا لنډمهاله پیغام واستوي. په بله معنا، لنډمهاله پیغام تر خپل ټاکلي وخت وروسته خپله ورانېږي او په دې توګه د کسانو په رابطو کې پېژندګلوي پټوي او ثبوت هم ړنګوي.
ضیا الله همدرد د ټولنیزو شبکو په اړه څېړنې کړې دي او وايي، دا د پولیسو نه بلکې د استخباراتي ادارو کار دی چې د انټرنیټي پاڼو یا موبایل فون اپليکېشنونو له لارې د مخدره موادو د خرڅلاو او انتقال مخنیوی وکړي.
همدرد وايي، استخباراتي ادارې داسې وسایل لري چې د انټرنیټي پروټوکول یا ای پي ((پتې له لارې)) د ناقانونه موادو خرڅوونکي او یا یې د موبایل فون د فعالیت ځای معلوم کړي.
لاکونه کسان په نشو روږدي دي
په پېښور کې د ((حق اواز) په نوم یوه ناحکومتي اداره په مخدره موادو د روږدو کسانو علاج کوي. د دې ادارې مشر محمد شفیق وايي، په خیبر پښتونخوا کې شاوخوا ۲۲ لاکه خلک په بېلا بېلو نشو روږدي دي.
شفیق وايي، اوس ((ډېرې نجونه)) هم په نشو اخته شوې دي.
دی وايي، پخوا د مخدره موادو په کاروونکو کې د نجونو شمېر کم وو خو اوس ښايي د ټولنیزو شبکو او موبایل فون اپليکېشنونو له وجې یې شمېر زیات شوی وي.
دی زیاتوي، په ځوانانو کې زیاتره ایس او بیا هېروین کاروي.
چارواکي څه کوي؟
د مخدره موادو ضد سازمانونه، د زده کوونکو ادارې او فعالان پر انتظامي چارواکو د بېغورۍ تور پورې کوي خو د ملاکنډ د بټخېلې مرستیال کمېشنر خرم پروېز وايي، دوی په وروستیو کې هم د نشه يي موادو پلورونکي نیولي خو پر ټولنیزو شبکو د دې شیانو د خرڅلاو په اړه که معلومات ولري نو سمدستي عملیات پیلوي.
په پېښور پوهنتون کې د انجینرۍ محصل وايي، ملګرو یې ورته ویلي ول چې ایس یا کرسټل به یې ستړیا ختمه او حافظه به یې تېزه کړي خو اوس چې روږدی شوی نو په ټول وجود کې یې درد وي، د کمترۍ احساس لري، له مور و پلار او خپلوانو سره هره وخت ناندرۍ وهي، جنګونه کوي او له خپل ژونده بېزاره شوی دی.