په کوټه کې پر کلیسا برید، اووه وژل شوي، یو شمېر ژوبل

ستاسې سېسټم د HTML5 په چلولو کې ستونزه لري.

د کوټې په برید کې له ۳۰ زیات ژوبل هم دي.

کوټه - د بلوچستان چارواکي وايي، د یکشنبې یا اتوار پر ورځ د کوټې پر کلیسا په وسله وال برید کې لږ تر لږه اووه کسان وژل شوي او له ۳۰ زیات ژوبل دي.

د کورنیو چارو وزیر سرفراز بګټي رسنیو ته وویل، د پېښې پر وخت په کلیسا کې عبادت او د عیسویانو د اختر (کرېسمېس) تیارۍ روانې وې.

د ده په خبره، یو ځانمرګي بریدګر د کلیسا په وره کې چاودنه کړې او بل پولیسو وژلی دی.

تر پېښې وروسته عیسویانو احتجاجي مظاهره وکړه او له حکومته یې وغوښتل چې دوی ته امنیت ورکړي.

د بلوچستان د پولیسو مشر معظم انصاري خبریالانو ته وویل، د برید پر مهال په کلیسا کې د ماشومانو په ګډون ۴۰۰ کسان ول.

د ده په خبره، د یکشنبې یا اتوار پر ورځ دوی د کلیساګانو د حفاظت لپاره پولیس ځای پر ځای کوي نو همدا لامل دی چې ځانمرګی بریدګر د کلیسا دننه د عبادت ځای ته په ننوتو و نه توانېد.

د کورنیو چارو وزارت او پولیسو چارواکي وايي، په وژل شویو کې دوه ښځې دي.

امنیتي چارواکي وايي، د مشکوکو وسله والو د لټون عملیات یې پیل کړي دي او له ښاره بهر تلونکې لارې یې تړلې دي.

د بلوچستان اعلا وزیر نواب ثنا الله زهري امنیتي ادارو ته امر کړی چې په پېښه کې ککړ کسان دې معلوم کړي او ودې نیسي.

اسلامي دولت ډلې د حملې ذمه واري منلې.