د هنګو انتظامیې له سېکانو بښنه وغوښته

دا په تېرا میدان کې سېکان دي. په خیبر پښتونخوا او قبایلي سیمو کې ګڼ سېکان اوسي او خپل کاروبارونه کوي.

پېښور - د هنګو ضلعې انتظامي چارواکو د سېکانو له مشرانو څخه د دین بدلولو پر خبره رسمي بښنه غوښتې.

د یکشنبې یا اتوار پر ورځ په حکومتي افسرانو له سېکانو سره جرګه وکړه ځکه چې د چارواکو په وینا، د هغوی احساسات مجروح شوي ول.

د هنګو انتظامي مشر شاهد محمود د ګل (دوشنبې) پر ورځ مشال راډیو ته وویل، د دین یا مذهب بدلولو پر لانجمنه خبره د سېکانو زړونه خپه شوي ول.

ده وویل، د پاکستان ایین هر چا ته مذهب، سیاسي هلو ځلو او کاروبار ازادي ورکوي نو دوی به هېڅوک پرېنږدي چې د مذهب پر اساس له چا سره زور زیاتی وکړي یا ورسره توپیر وپالي.

د جمعې پر ورځ په دوابې سیمه کې سېکانو د ټل تحصیل پر مرستیال کمېشنر محمد ایوب تور پورې کړی وو چې د دوی د مذهب بدلولو هڅې کوي.

تر دې وروسته د سېکانو مشرانو حکومت ته غوښتنلیک ورکړ چې پکې یې ویلي ول چې مرستیال کمېشنر دې له دندې لرې کړي او د مذهب بدلولو او د دوی دین ته د سپکاوي د خبرو دې ازادې او رڼې پلټنې وکړي.

شاهد وویل، د خیبر پښتونخوا مشر سېکرټر ورته امر کړی چې د سېکانو د مذهب بدلولو او د هغوی ((د سپکاوي د تورونو پلټنې وکړي)) او د تورن چارواکي دنده دې وځنډوي.

د سېکانو مشرانو د حکومتي اقداماتو مننه او ستاینه کړې.

د دوی یوه مشر فرید چند سېنګ وايي، ((د حساسي معاملې د حل لپاره)) ورته پر ((ترجیحي بنیادونو)) توجه ورکړل شوه.

د پېښور سیکان او هندوان شمشان ګاټ نه لري

خو د ټل مرستیال کمېشنر محمد ایوب وايي، د هېچا ((سپکاوي)) یې او نه هم ((څوک د مذهب بدلولو ته مجبوروي.))

دی وايي، اصلاً په دوابه کې یې د ناقانونه تجاوزاتو پر ضد اقدامات وکړل نو ځېنو سېکانو دوکاندارانو ورباندې د هغوی د دین د سپکاوي تور پورې کړ.

په خیبر پښتونخوا او قبایلي سیمو کې ګڼ سېکان اوسي او خپل کاروبارونه کوي. په قبایلي سیمو کې د ناامنیو او سختدریځۍ له کبله، له نورو سره، سېکان هم وځپل شول.

په وروستیو کلونو کې سېکانو د حقونو نه تر لاسه کېدو او له هغوی سره د توپیر پالل کېدو له کبله مظاهرې هم کړې دي او له حکومته یې د ۲۰۱۷ز کال د سرشمېرنې په فورمه یا فارم کې د خپل مذهب د خانې غوښتنه کړې وه.