ډېره اسماعيل خان کې چاودنې درې پوځي سرتېري ژوبل کړي

د ډېره اسماعيل خان کلاچي تحصيل په لوني سيمه کې د سه شنبې په ورځ د يوې پوستې سره نزدې په ځمکه کې ښخ بم چاودېدلی چې پکې درې پوځي سرتېري ژوبل شوي دي.

دا چاودنه په داسې حال کې شوې چې د پوځيانو يو ګاډی د پوستې سره نزدې تېرېدلو.

ځايي پوليسو هم د دې پېښې پخلی کړی دی