په ملګرو ملتونو کې د امريکا سفيرې نيکي هېلي پر امنيت شورا ټينګار کړی چې ايران ته د هغې په وينا د بې ثباته کوونکي چلند او د ملګرو ملتونو د وسلو د بنديز د خطرناکې سرغړونې پرضد سزا ورکړي.
خو روس پر ايران د بنديزونو مخالفت وکړ او ویې ويل چې د مذاکراتو ضرورت دی. د چارشبنې پر ورځ ناوخته امنيت شورا ته په وينا کې نيکي هېلي وويل چې پرون (سېشنبه) د يمن حوثي ياغيانو لخوا پر سعودي عرب د بالیسټبک توغندي بريد د دې شورا لپاره خطر زنګ دی.
نوموړې زياته کړه چې د دې توغندي ټولې نښې د هغو پخوانيو وسلو په څېر دي چې ايران چمتو کړي دي.
سعودي چې د حوثي ياغيانو پرضد د يمني حکومت ملاتړ کوي ويلي دوی دغه توغندی خنثا کړ چې د سعودي باچا سلمان د محل پر لور توغول شوی وو.
سعودي پر ايران تور پورې کړ چې دغه توغندي يې حوثي ياغيانو ته ورکړي دي خو ايران دا تورونه رد کړي دي.